<!-- IMAGE -->
په هندي کشمیر کی نن د جمعې په ورځ حالات د هغي احتجاجي مظاهرې له کبله په ټپه دریدلي وو چی په درو تنو کشمیري یاغیانو باندی د مرگ د سزاگانو د راختلو په وجه وسوه.
په سرینگر کی نن دوکانونه او تجارتی مؤسسې بندي وې او په سړکونو باندی ټرافیکي وسیلې هم نه ښکاریدې.
د هند یوې محکمې پرون په دروتنو کشمیري مبارزینو باندی له دې کبله د مرگ سزاگاني را وایستلې چی په ١٩٩٦ کال کی یې په نوي ډهلي کی د هغو بمونو په چاودنو کی لاس درلود چی ١٣ کسه په کی ووژل سول.
دغه درې واړه کسان د جموـ کشمیر د اسلامی جبهې غړي وو او په هغه شپږ کسیزه ډله کي شامل وو چی په دې حمله کی مسئوله بلل سوې ده.
محکمې په یوه بل مبارز باندي د عمري قید سزا را وایستله او په دوو نورو باندي د بند سپکي سزاگاني راختلي دي.