د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی او منموهن سنگ: د ترورویزم مخنیوی په گډه کوو


<!-- IMAGE -->

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي نن د دوشنبې په ورځ د هند د صدر اعظم من موهن سنګ سره په نوي ډهلي کې وکتل او دواړو لوړه وکړه چې د تروریزم د ستونزې مخه به نیسي ځکه چې هغه د سیمې د ثبات لپاره یو خطر دی.

د جمهوري ریاست نطاق وحید عمر وایي چی جمهور رئیس کرزی به د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره هم وګوري.

ښاغلي سنګ وویل چې جمهور رییس حامد کرزي ورسره ژمنه وکړه چې افغان حکومت به په افغانستان کې د هندوستان د خلکو د خوندیتوب په برخه کېد ټولو ممکنه اقداماتو نه کار واخلي.

دواړو مشرانو همدارنګه په افغانستان کې د راتلونکې سولېدجرګې په اړه هم خبرې کړیدي. پدغې غونډې کې چېدمې د میاشتېپه وروستیو ورځو کې به دایره شي د یاغیانو سره د معاملې کولو په اړه بههم خبرې وشي.

د جمهور رییس حامد کرزي د سفر نه دوه میاشتې وړاندې یاغیانو په کابل کې په دوه میلمستونونو باندې برید وکړ او ١٧ کسان یې ووژل. له هغی جملی نهشپږتنههندوستانیان وو.

جمهور رییس حامد کرزی به د نوي ډهلي نه وروسته بهوتان ته سفر وکړي او هلته به د جنوبي آسیا د ټولنې د سیمه ایزې همکارې (سارک) د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي.

د کرزي ویاند وايي:: "جمهور رئیس به هلته د افغانستان او سیمې د اقتصادی پرمختګ او پدی برخه کی د پرتو چیلنجونو په باب یوه وینا ولري".

د سارک دغه غونډه چې د اپریل د میاشتې په ٢٨ او ٢٩ مه به دایره شي دا به لومړی ځل وي چې په بهوتان کې دومره ستره غوڼده کیږي.

د جنوبی اسیا د سمیزو همکاریو ټولنه سارکچی په ۱۹۸۵ کی د بنګلدیش ، بوتان ، مالدیو، نیپال، پاکستان، هندوستان او سریلانکا د هیوادونوترمنځ د سمیزو اقتصادی هماریو د پراختیا لپاره جوړه شوی دهافغانستان د ۲۰۰۷ کال د اپریل په میاشتکی ددغی ټولنیغړیتوب ترلاسه کړی دیاو د ۲۰۰۸ کال د می د میاشتیرا وروسته ددغی ټولنی دبشپړ غړی په توګه منل شوی دی.

هندوستاناو بوتان ته جمهور ریس کرزی سره په سفرونوکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول او دملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتاهم ملګرتیا کوي.

دتیری جمعی په ورځ د هندوستاند بهرنیو چارو وزارت مرستیالی میرمن رووت دغه هیواد ته د جمهور ریس کرزی د سفریوهدف هغه سره په افغانستان کی د هندیانو د ژوند د مصونیت په هکله خبری ګڼلی دی.

پدی وروستیو میاشتو کی په کابل او ددغه ښار نه بهر په هغو هندیانو باندی د مخالفو وسلوالو په بریدونو کی زیاتوالی راغلی چی د افغانستان سره د هندوستان د مرستو نه پهتمویلیدونکود بیارغونی په بیلابیلو پروژو کی په کار بوخت دی.

د افغانستان د مالیې وزارت وایی چی د ۲۰۰۱ راپدی خوا هندوستان افغانستان سره څه دپاسه ۱۲۰۰ میلونو امریکایی ډالرو مرستې کړې دي.

افغانستان سره د هندد مرستو زیاته برخهد سرک جوړولو، کرهڼی ، برښنا او د ښوونی او روزنی په چارو کی په مصرف رسیږی. هندوستان هرکال تر ۵۰۰ پوری د ۱۲ ټولګیو فارغانو ته په خپلو پوهنتونونو کی د زده کړو امکانات برابروي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی چی همدا اوستر ۱۶۰۰ پوری افغان زده کونکی په هندی پوهنتونونو کی په زده کړو بوخت دی.

د سارک په غونډې کې به د افغانستان، بنګلادیش، هندوستان، مالدیو، نیپال، پاکستان او سریلانکا مشران برخه واخلي. همدارنګه به د اسټرالیا، چین، اروپایي ټولنې، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو ناظرین هم برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG