د لاس رسي وړ اتصالات

ټایم: د کندهار جگړه شاید تر اټکل سخته وي


ټایم: د کندهار جگړه شاید تر اټکل سخته وي
ټایم: د کندهار جگړه شاید تر اټکل سخته وي

<!-- IMAGE -->

د ټایم اونیزه مجله د اسوشیتد پرس د اژانس په حواله لیکي چې د کندهار جگړه له هغه څه چې اټکل یې کیږي ډیره به سخته وي.

مجله لیکي چې د امریکا په مشري هغه جگړه چې د کندهار د نیولو لپاره په نظر کې ده ورو پیل کیږي او د امریکا لپاره وخت په چټکۍ تیریږي.

کیدای شي دغه جگړه د افغانستان په تیرو اتو کلونو کې ترټولو خونړۍ وي.

مجله لیکي چې د ناتو او امریکا پوځونو تیره هفته دا هدف ځان ته وټاکه چې د سږکال په پای کې د افغانستان د امنیت مسئله په خپله افغانانو ته پریږدي اواوباما ټینگار کوي چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان نه د وتلو کار پیل کړي.

ټایم لیکي داسی ښکاري چې د جگړې ورو پرمختگ اوباما دې ته اړ کړي چې په ټاکلي وخت کې بدلون راولي او دا څرگنده نه ده چې هغه به دې کار ته زیات وخت ولري.

د ه د کانگرس نه غوښتنه کړېده چې د اوسني مهال ویش په اساس پوځونه افغانستان ته واستوي.

د مارجې عملیات چې د ژمي په وروستیو وختو کې پیل شوه ورو پرمختگ وکړ.

د ټایم مجله زیاتوي، اوس د امریکا او د ناتو قواوې د یوې جدې مسئلې سره مخامخ دي او هغه د کندهار امنیت ټینگول دي. کندهار د طالبانو مرکز بلل کیده او د سپتمبر د یولسمې ترورستي حملې د همدې ځای نه طراحي شوې وې.

جنرال سټانلي مک کرستال چې په افغانستان کې د امریکا او ناتو گډ قوماندان دی، وايي چې د افغانستان په جنوب کې راتلونکې جگړه به یوه را ختونکی څپې ته ورته وي چې زیات وخت او حوصلې ته اړتیا لري.

ده او د پوځ نور مشرانو د زیاتو تلفاتو د پېښیدلو خبرداری ورکړیدی.

ټایم د اوباما د پوځي سلا کار مایک مولن له خولې وايي:

زه فکر کوم مونږ په دې برخه کې ډیرواضح دریځ لرو او تل مو ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې سخته جگړه په مخ کې لرو.

دا به یوه ډیره خونړۍ جگړه وي.

د کندهار بریالیتوب د مارجې په عملیاتو پورې تړل شوی دی.

خو تر اوسه پورې چې ښکاري د مارجې د عملیات بشپړې نتیجې نه دي معلومې.

خلکو سره لازمې مرستې نه دي شوي او دوی تر اوسه پورې په کامل ډول د مرکزي دولت ملا نه ده تړلی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د راجیف چاندراسکارام په قلم په یوه مقاله کې لیکي چې امریکا په افغانستان کې کلیوال روزي تر څو د طالبانوپه وړاندې قیام وکړي.

واشنگټن پوست لیکي چې یو وخت، طالبان د ارغنداب په دې کلیو کې بې له ویرې گرځیدل او هغه خلک به یې په مرگ گواښول چې د حکومت پلوي به یې کول.

دوی به د سیمې په سړکونو کې ماینونه ښخول او کلیوالو ته به یې پیسې ورکولې چې د امریکا او افغان پر قواوو حملې وکړي.

ورځپاڼه لیکي خو د تیرې فبرورۍ په شپو ورځو کې یوه امریکايي قطعه سیمه ته ولاړله او یو شمیر کلیوال یې د سیمې د امنیت د ساتنې په کار کې تنظیم کړل.

په دې ورځو کې بازار یو ځل بیا خپل رونق بیا پیدا کړیدی او د کلي ښونځی یو ځل بیا خلاص شویدی.

اوس خلک ددې جوگه دي چې د طالبانود فعالیتونو په باب د سیمي امنیتي قواوو ته اطلاع ورکړي.

دا ټول ددې باعث شول چې په امریکایانو باندې په تیرو دوو میاشتو کې حملې ونه شي او د کوم د سړک د غاړې د ماین خبر خپور نه شي.

ورځپاڼه د امریکايي قطعې له لورې رپوټ ورکوي چې اوس هرڅوک ځان خوندي گڼی او دوی اوس د وژل کیدلو نه نه ډاریږي. امریکا په سیمه کې ددې بریالیتوب هرکلی وکړ.

دوی په دې فکر لویدلي دي چې دداسې ډلو شمیر زیات کړي تر څو دوی د طالبانو مخه ونیسي.

خو د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزی اندیښنه داده چې داسې کسان ممکن په راتلونکي کې د حکومت په ضد شي او دا هغه کار ؤ چې طالبان یې منځ ته راول.

د افغانستان دحکومت یو مامور وايي چې دا کار په حقیقت کې د اور سره لوبې کول دي.

دغه ډلې ممکن مونږ ته نن امنیت راولي خو سبا به څنگه؟ نو ځکه په کابل کې د امریکا سفیر ددغه نوښت مخه ونیوله تر څو چې د افغانستان حکومت په دې باندې سلا شوی نه وي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه په یوه بله مقاله کې لیکي چې قهرجنو مظاهره چیانو د افغانستان په لویدیزه برخه کې وروسته له هغه د ناتو د لاریو په سوځولو بنا وکړه چې خبرشول درې ملکي خلک د ناتو په ډزو کې وژل شوي او په دوی کې دوه وروڼه شامل وو.

دغه پېښه د لوگر په ولایت کې د امریکا د خاصو عسکرو او د افغان پوځیانو په گډو عملیاتو کې وشوله.

په دې عملیاتو کې دوه نور کسان نیول شوي هم دي.

ناتو ادعا لري چې په مړه شوو او نیول شوو کسانو کې د دولت مخالفین او د ځان مرگي حملو تنظیم کونکي وو.

د نیوزویک مجله د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمو نه د زرگونو طالبانو د نقل او حرکت رپوټ ورکوي چې د سیمي د یوه کس په خبره له هر کور نه یو کس افغانستان ته روان دي او دوی غواړي د افغانستان خاورې ته اور ورته کړي.

د زړو موټرو او پیکپونو یو کاروان د داتاخیلو له سیمې نه چې په شمالي وزیرستان کې موقعیت لري افغانستان ته ځي او دوی هغه جهادیان دي چې وايي افغانستان ته د امریکایانو پر ضد روان دي.

دا د طالبانو یو ډیر لوی نقل او حرکت دی چې سرته رسیږي.

دوی غواړي د هغو دیرش زرو اضافي امریکايي عسکرو مقابله وکړي چې په افغانستان کې ځای په ځای کیږي.

داسی ویل کیږي چې یو ډیر شمیر نورد طالبانو له خوا جلب شوي کسان به هم د امریکایانو د مقابلې له پاره د پاکستان د بلوچستان نه افغانستان ته ولاړ شي.

طالبان نه غواړي چې د مارجې په شان په کندهار کې هم د ماتې سره مخامخ شی.

XS
SM
MD
LG