د لاس رسي وړ اتصالات

هند خپله ډیپلوماته پاکستان ته په جاسوسئ ونیوله


هند خپله ډیپلوماته پاکستان ته په جاسوسئ ونیوله
هند خپله ډیپلوماته پاکستان ته په جاسوسئ ونیوله

<!-- IMAGE -->

چارواکو په هند کې یوه ښځینه دیپلوماته چې په اسلام آباد کې یې د هند په سفارت کې کار کاوه، پدې تور نیولې ده چې د زیاتې مودې لپاره یې سیال هیواد پاکستان ته جاسوسي کوله.

چارواکو نن د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې میرمن مادهوري ګوپتا یې تیره اونۍ د جاسوسې په تور نیولې ده.

ګوپتا چې 53 کاله عمر لري د تیرو دریو کالونو راپدیخوا یې د هند سفارت د مطبوعاتو او معلوماتو په څانګه کې کار کاوه.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویشو پارکاش د هغې نیول تایید کړ او ویلي یې دي چې ګوپتا د تحقیقاتو سره همکاري کوي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا تبصرې په بوتان کې د جنوبي آسیا د سیمه ایزې همکارۍ (سارک) د مشرانو د عالي جرګې په یو جلا غونډې کې کړیدي. د هند حکومتي سرچینې وایي چې په تیر یوه کال کې یې هغه څارله.

میرمن ګوپتا پدې بهانه هند ته ورغوښتل شوې وه چې د جنوبي آسیا د ټولنې د سیمه ایزې همکارې (سارک) د مشرانو د غونډې په اړه به ورسره سلا مشوره وشي خو وروسته بیا نوي ډهلي ته تر رسیدو وروسته ونیول شوه.

د هند پخواني دیپلوماتان وایي هغوي حیران دي چې د پاکستان استخباراتي ادارو څرنګه په اسلام آباد کې د هند په سفارت کې نفوذ کړیدی ځکه چې دغه سفارت په کلکه څارل کیږي.

XS
SM
MD
LG