د لاس رسي وړ اتصالات

هلیکوپټرې په افغانستان کې د عسکرو ژوند ژغوري


هلیکوپټرې په افغانستان کې د عسکرو ژوند ژغوري
هلیکوپټرې په افغانستان کې د عسکرو ژوند ژغوري

<!-- IMAGE -->

په افغانستان کې دناټو او امریکا زخمی عسکر اکثره وخت دهلیکټرو په طبي ټیمونو تکیه لري چې ژوندی پاتی شی.

طبي ټیمونه داسی روزل شویدی چې زخمی عسکر پیدا او له کابل نه بهر په شپیتو دقیقو کې يي یو نظامی روغتون ته ورسوی.

دا د طلايي ساعت په نامه یادیږی او پدی وخت کې د پنځه نوی ٩٥ فیصده ټپیانو ژوند ژغورل کیږی. دامریکا غږ خبریال ډیویډ اکسی پدی باره کې دا رپوټ رالیږلی دی.

د بگرام په هوايي ډگر کې دامریکا دهوايي قوا عمله خپل هلیکپټرونه چمتو کوی. دراتلونکو دولسو ساعتو لپاره به طبي عمله او د هلیکپټرو ماشینونه تیار دی چې دافغانستان په ختیځ کې له هرځای نه ټپی شوی عسکر دبگرام روغتون ته رسوی چې دپوځیانو ترلاس لاندی دی.

ډگروال مارک اهرنزپه بگرام کې د ژغورنی دشپږپنځوسمی قطعی قوماندان دی. دی وايي، قطعه يي ددی ډاډ ورکوی چې دهیواد په ډیرخطرناکو سیمو کې حضور لری. ډگروال اهرنز وايي:

"واقعآ دا په ډیرو دلیلونو سره مهمه ده چې زموږ ټولو امریکايي عسکرو او همدغه راز دخپل ائتلاف انډیوالانوته دا باور پیدا کیږی چې که دوی زخمیان شی نوداسی څوک شته چې ددوی غم خوری چې که په عادی وخت کې یا دډزو په وخت کې زخمیان شی".

پیلوټان خپل هلیکپټر ترهغې پوری نه الوزوی ترڅو چې ضرورت ورته پیدا نشی. ددی معنئ دا ده چې ځینی وخت په ساعتونو ساعتونو یا ترورځو پوری انتظار اوباسی.

د پړکمشر مرستیال ډیریک بروک به انتظار ایسته . هغه پخپله وظیفه کې ترڅو کالو پوری خپل دژغورنی هلیکپټر ندی الوزولی. دی وايي: ٢

معمولا داسی کیږی. څوک نه پوهیږی چې کله به دغه وظیفه سرته رسوی.

خو بیاهم دغه قطعه مصروفه ده . دبگرام په روغتون کې په یوه میاشت کې تقریبآ دری زره مریضان بستری کیږی چې ډیر يي دهوا له لاری دغه روغتون ته رسول کیږی. کله چې تلیفون وشی نو دشپږپنځوسمی قطعی شپږکسیزه عمله په څو دقیقو کې پرواز کوی.

دشپږپنځوسمی قطعې عملې پدی وروستیو وختو کې جلال اباد ته چې دکابل په سل کیلومتری کې پروت دی، پرواز وکړاو دناټو دوه تنه زخمیان يي روغتون ته ورسول.

ددوی زخمونه کاری نه ونو هماغه وچې دشپږ پنځوسمی قطعی هلیکپټر ورو شو.

بگرام ته دزخمیانو درسولو لپاره څه کم دوه ساعته وخت لگیږی.

دزخمیانو درسولو نه وروسته هلیکپټری دبگرام وسله تون ته ځانونه رسوی چې هلته يي وسلی امتحان شی. برخلاف دنورو دهوايي قوا هلیکپټری په وسلو سمبالوی چې له خپل ځان نه دفاع وکړی.

ددی معنی دا ده چې دا ډیری گرانی پریوزی. تیرکال پنټاگان دڅوارلسو میلیاردو ډالرو پروگرام فسخ کړچې دژغورنی دقطعاتو لپاره ورباندی نوی هیلکپټری را ونیسی او ددی په ځای يي دطبي ماموریت لپاره هغه هلیکپټر را ونیول چې په وسلو ډیر سمبال نوی.

مگر دنوری کره کتنی نه ورسته دپنټاگان مامورانو دنویو هلیکپټرونو درانیولو په پلانو نو باندی بیا له سره کتنه وکړه. او دژغورنی شپږپنځوسمه قطعه تراوسه پوری په افغانستان کې پروازونه کوی او ژوند ژغوری.

XS
SM
MD
LG