د لاس رسي وړ اتصالات

صفیه صدیقي: د ناټو عسکرو زما اخښی وواژه


<!-- IMAGE -->

د افغانستان د ولسي جرگې یوه وکیله صفیه صدیقي وایی چی د ناتو عسکر ددې کور ته ورننوتل او د هغې اخښی یې وواژه.

صفیې صدیقي نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی د ناتو په لسگونو عسکرو د شپې له خوا ددې په کور باندی حمله وکړه.

صدیقي چی په دې وخت کی په خپل کور کی نه وه وویل چی عسکرو ددې د کورنۍ د غړو سره سخته رویه وکړه، د ځینو لاس او پښې یې وتړلې او په یوه گاونډي باندی یې چی هغه هم ددې خپل کیده ډزي وکړې.

صدیقي وویل چی پولیسو وغوښتل چی مداخله وکړی، مگر دې کارته پرې نه ښودل سول.

د سیمي قهرجن خلک نن لارو کوڅو ته راوتلي وو او ددې پېښي او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشي کولو له کبله یې په احتجاجي مظاهرو پیل وکړ. دوی د کابل جلال آَباد لاره د ترافیکو پرمخ د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

<!-- IMAGE -->

د ناتو یوه نطاق وویل چی په همدې کلي کي د افغان او ناتو د گډو قواو له خوا وروسته له هغه دا تلاشي وسوه چی د یاغیانو د فعالیتونو په باب رپوټونه ور ورسیدل. نطاق دا تایید کړل چی یو سړی په ډزو کی ووژل سو. هغه وویل چی ددغهسړي سره وسله وه او د هغو غوښتنو پروا یې ونه کړه چی په انگریزي او همداراز د یوه ترجمان له خوا ورځني وسوې چی د توپک خوله دي ټیټه ونیسي.

XS
SM
MD
LG