د لاس رسي وړ اتصالات

استخبارات: حکیم الله مسود ژوندی دی


استخبارات: حکیم الله مسود ژوندی دی
استخبارات: حکیم الله مسود ژوندی دی

<!-- IMAGE -->

د پاکستان د استخباراتي چارو مامورین وايي چې دوی باور لري چې د طالبانو مشر حکیم الله مسود ژوندی دی؛ په داسي حال کې چې داسي آوازې وې چې هغه سږ کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.

یوه لوړ رتبه استخباراتي مامور نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې وروستي معلومات ښيي چې مسود د جنورۍ په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ټپي شوی وو خو د مرګ څخه بچ شوی دی.

د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي وو چې دوی ۹۰ په سلو کې مطمین وو چې د طالبانو دغه مشر وژل شوی دی او د فبروری په میاشت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې د اعتبار وړ معلومات شته چې هغه مړ دی.

خو طالبانو تل دا ردوله چې مشر یې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی او په هغه باندي د حملې نه څو ورځې وروسته طالبانو یوه ویډیو خپره کړه چې په کې د طالبانو مشر حکیم الله مسود خبري کړي وې تر څو دا ثابته کړي چې هغه اوس هم ژوندی دی.

حکیم الله مسود د بیت الله مسود پرځای د طالبانو مشر شو، او خپله بیت الله مسود د ۲۰۰۹ کال د اګست په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG