د لاس رسي وړ اتصالات

بارکزی: د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه روانه ده


بارکزی: د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه روانه ده
بارکزی: د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه روانه ده
<!-- IMAGE -->

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون چارواکی وایی چی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کی د سنبلی د ۲۷ د پارلمانی انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنی بهیر چی لس ورځی مخکی پیل شوی پرته د کوم خنډ ځینی پر مخ روان دی.

دوی وايي، ترڅ کی یی د پنجشنبی د ورځی پوری ۱۰۲۴ کسانو خپل نومونه لیکلی دی ددی شمیر ۱۵۰ یی ښځی او ۱۳ یی کوچیان دی.

دا شمیر د ولسی جرګی د تیر ځل د انتخاباتو دکاندیدانو د شمیر نه کم دی تیر ځل ۲۷۷۷ کسانو چی ۳۵۰ یی ښځی وی خپل ځانونه پارلمانی انتخاباتو ته کاندید کړی وه.

خو د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون چارواکي تمه لری چی په پاتی شپږ ورځو کی به ډیر کسان ځانونه کاندید کړی.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د دارلاانشا سرپرست او مرستیال ذکریا بارکزی د پنجشنبی په ورځ د پارلمانی انتخاباتو د نوم لیکنی د بهیر په باب خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په وخت وویل چی تراوسه د ولسی جرګی زیات شمیر غړو هم د راروانو انتخاباتو لپاره کاندید کړی دی بارکزی وویل چی د کاندیدانو د تیرو کړونو د معلومولو لپاره یو کمیسون هم په کار پیل کړی دی

"زه باید ووایم چی د نوي قانون په اساس باندې دا وظیفه د انتخاباتو کمیسون ته ورکړل شوې ده چی یوه کمیټه ده، د کمیټی په رهبرئ کی د انتخاباتو خپلواکه کمیسون قرار لری. دا کمیټه د وزارت دفاع داخله وزارت او د ملی امنیت د ریاست باصلاحیته استازی پکی برخه لری هر هغه څوک چی د غیرو مسولو ډلو سره اړیکی ولری هغوی ته به د کاندیدلو اجازه ورنکړل شي".

په تیرو انتخاباتو کی چی د انتخاباتو د پخوانی قانون له مخی تر سره شوی وه د کاندیدانو د تیرو کړونو د پلټنی کار د انتخاباتو د شکایتونو خپلواکه کمیسون ته سپارل شوی وه.

که څه هم ولسی جرګی د انتخاباتو نوی قانون دوه ځلی رد کړی دی خو مشرانو جرګی پدی قانون د بحث نه ډډه کړی ده چی د همدی له امله د جمهور ریس کرزی حکومت دا ګڼی چی نوی قانون نافذ دی.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون دوایی دا کمیسون د حکومت او پارلمان ترمنځ را پیداشوی جنجال سره کار نلری او هر قانون چی په رسمی جریده کی خپور شي دوی ته د منلو وړ دی په اوس وخت کی نوی قانون په رسمی جریده کی خپور شوی او د انتخاباتو خپلواکه کمیسون هم د همدی نوی قانون په اساس د پارلمانی انتخاباتو لپاره چمتوالی نیولی دی.

د ولسی جرګی له خوا د نوی قانون سره د مخالفت سره سره ددغی جرګی ډیرو غړو د راروانو پارلمانی انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړی دی.

تیره ورځ د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د هغو وکیلانو لپاره چی د ولسی جرګی انتخاباتو ته بیا ځانونه کاندیدل غواړی او د کاندیدلو لپاره خپلو ولایتونو ته نه ځي، په کابل کی د هغوی د د نوم لیکنی لپاره یو مرکز د پرانسته.

د راروانو انتخاباتو په مخ کی د انتخاباتو د قانون په سر د جنجال تر څنګ ددغو انتخاباتو لپاره د پیسو برابرول او امنیت هم د عمده ستونزو په توګه مطرح دی خو ذکریا بارکزی وایی چی د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون ددغو دواړو مسلو غم خوړلی دی دی وایی چی ددغه کمیسون چارواکی به د شنبی په ورځ په کابل کی د ملګرو ملتونو د چارواکو سره وګوری او د نړیوالی ټولنی له خوا راروانو انتخاباتو لپاره د ۱۴۹ میلونو امریکی ډالرو د مرستی د برابرولو یو تړون به ورسره لاسلیک کړی.

بارکزی وایی چی پدی بیسو کی د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د مصرف ترڅنګ د انتخاباتو د شکایتونو د کمسیون مصارف هم شامل دی دی وایی چی د انتخاباتو د امنیت لپاره په راروانو ورځو کی د افغان او په افغانستان کی د میشتو نړیوالو قواوو د چارواکو سره ګډه غونډه لری.

ددی کمیسون چارواکی به د هغوی نه وپوښتی چی د ۶۸۰۰ رایی اچونی د مرکزونو نه چی لست یی دی کمیسون لا دمخه افغان او نړیوالو قواوو ته سپارلی د سنبلی په ورځ د څومره مرکزونو امنیت ټینګولی شی.

XS
SM
MD
LG