د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس عالیرتبه هیئت افغانستان ته تللی


د امریکا د کانگرس عالیرتبه هیئت افغانستان ته تللی
د امریکا د کانگرس عالیرتبه هیئت افغانستان ته تللی

<!-- IMAGE -->

د امریکا د کانګریس یو شپږ کسیز هیات چی مشری یی د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمیټی ریس هوورډ برمن په غاړه لری افغانستان ته د خپل سفر په پای کی د یکشنبی په ماښام د امریکا په سفارت کی خبریالانو سره د افغانستان د امنیتی حالاتو او پدغه هیواد کی د امریکا او نړیوالی ټولنی د پوځی او ملکی ملګرتوب په باب خپل نظریات شریک کړل .

ددغه خبری کنفرانس په سر کی هوورډ برمن د یکشنبی په ورځ کندهار ته دده په مشری د کانګریس د شپږ کسیز هیات د سفر او هلته د کندهار په ‎ښار او د ارغنداب په ولسوالی کی د افغان او نړیوالو قواوو د پوځی او ملکی چارواکو او ځایی اوسیدونکو سره د خپلو لیدو کتو په باب خبریالانو ته معلومات ورکړل.

ددغه غړو پدی خوښی وښوده چی د کندهار په څیر ولایت کی د امنیتی اندیښنو او ستونزو سره سره د حکومت د مخالفانو نه د عامو خلکو د جدا کیدلو په باب د ناتو د قوماندان جنرال ستانلی میک کرستال ستراتیژی په ښه توګه پلی کیږی او یو څه نتیجه یی هم ورکړی ده.

د امریکا د کانګریس د یهرنیو اړیکو د کمیټی ریس وویل چی په افغانستان کی د امنیتی وضیعت په ښه کیدلو به افغانانوسره د نړیوالی ټولنی په مرسته امریکا نوری مرستی هم وکړی .

هوورډ برمن افغانانو ته د امریکا د اوږدی مودی د مرستو ډاډ ورکړه خو وویل چی ددغو مرستو دوام به تر ډیره حده په افغانستان کی د فساد سره د حکومت د مبارزی او د واک نه د ناوړی ګټی اخستنی د مخنیوی هڅو پوړی اړه ولری:

"د امریکا خلک به تر هغی چی په افغانستان کی د فساد او د واک نه د ناوړه ګټی اخستنی په خلاف مبارزه ونه ګوری هغوی به په دوامداره توګه ملاتړ برابرولو ته چمتو نشی".

هوورډ برمن وویل چی جمهور ریس حامد کرزی پدی برخه کی د امریکایانو په نظریاتو ښه خبر دی.

د امریکا د کانګریس ددغه هیات نورو غړو هم په څرګنده وویل چی اوس په امریکا کی د دوی موکلین ورځینی په افغانستان او د نړی په نورو برخو کی د امریکایی پوځیانو د شتون او د هغوی د شتون د دوام په باب پوښتنی کوي.

د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکوپه کمیټی کی د جمهوریت غوښتونکو د ګوند غړی میرمن آلینا لیح تینین پدی هکله وویل چی دا فکر کوی چی امریکا تل د ازادی او د خلکو د هیلو لپاره مبارزه کړی ده خو بیا هم په کار دی چی د خلکو پوښتنو ته ځړاب ورکړل شي:

"د ښځو او سړو د ډیرو قربانیو مړینی ، ټپی کیدلو او د معیوبیت وروسته چی ښای په راتلوونکی کی به نوری زیاتی دغسی قربانی هم ورکړی چی د مادی پلوه هیڅ د ارزونی ندی زمونږ د مالیه ورکونکوډیری پیسی هم دلته راځی".

میرمن آلینا لیح تینین وویل چی ددوی موکلین غواړی دا وپوښتی چی ایا دا سمه ده ده چی دا پانګه اچونه اوس هم د امریکا په لمړیتوبونو کی ځای ولری؟

د امریکا د کانګریس د هیات دغی غړی روانه عیسوی میاشت هم د امریکا او هم د افغانستان لپاره د ډیری مهمی میاشتی په توګه یاده کړله وویل پدی میاشت کی جمهور ریس کرزی امریک ته سفر کوی د جمهور ریس باراک اوباما سره د کتنی تر څنګ به د امریکا د کانګریس د غړو سره هم لیده کاته وکړی.

میرمن آلینا لیح تینین وویل چی دوی به واشنګټن ته د جمهور ریس کرزی د سفر په وخت هغه سره په ټولو مسلو خبری وکړی. دغی میرمن په کابل کی سولی ملی مشورتی جرګی جوړیدل او په کندهار کی د خلکو د ژوند د ښه کیدلو لپاره د افغانستان د حکومت او نړیوالی ټولنی لخوا پیل شوی اقدامات هم د می د روانی میاشتی په اهمیت کی یوی عمده پیښی په توګه یاد کړل.

د امریکا د کانګریس پدغه شپږ کسیز هیات کی د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمیټی غړی روز کارنهان ددی کمیټی یو بل غړی آیډوارډ رویس ، میکل مک مهان او د کانګریس د ساینس د کمیټی ریس براډ میلر هم ګډون درلود. ‎

XS
SM
MD
LG