<!-- IMAGE -->
کله چی د ایران جمهوریس محمود احمدی نژاد پرون په نیویارک کید ملگروملتونو په ماڼۍ کی وینا کوله، یو شمېر کسانودهغه په مخالفت او یو شمېر نورود هغه په طرفداری مظاهرې وکړې.
د امریکا د کانگریس یو شمېر غړو په نیویارک کی د ملگروملتونو د ودانی سره نیژدې یو خبری کنفرانس جوړ کړی وو اوپه هغه غونډه کی یې چی پر اټومی وسلو باندی د غور دپاره جوړه سوې وه، د ایراند مشر برخه اخیستل یو شرمونکی کار وباله.
جمهوریس محمود احمدی نژادد اټومی وسلودنه خپرېدلوپر تړون باندی د غور کولو په غونډه کی په داسی وخت کی وینا وکړه چی بین المللی ټولنهپر تهران باندی له دې امله د تعزیراتو پر لگولو باندی غور کوی چی خپل حساساټومیفعالیت ته یې دوام ورکړی دی.
د نیویارک د ایالت سناتورکورسټن جیلی برنډوویلد متحده ایالاتو د مشرانو د جرگې او اولسی جرگې غړي په واشنگټن کی په یوه کنفرانس کیپر ایران باندی د تعزیراتود لگول کېدلو پر لایحې باندی بحثونه کوی.
ده وویل: "هیله کېږی چی په دغه کنفرانس کی به د داسی سختو تعزیراتو د لگول کېدلو په باب فیصله وسی چی موږ به تر اوسه نه وي لیدلي او ایران بهد خپلی لاري بدلولو ته مجبور کړی.ایران دوې لاري لری، یا به د نړۍ له اقتصادی ټولنی سره یو ځای کېږی او یا به خپل اټومی فعالیت ته دوام ورکوی. دواړه کارونه نه سي کولای".
سنتاور جیلی بنډ دغه رازد داسی استماعیه غونډو د جوړېدلو غوښتنه وکړه چیدهغو شرکتونو په بابتحقیقات وکړی چی د ایران سره کاروبار لری.
د ولسی جرگې غړي جیرلوډ نېډلر د ایران پر جمهوریس تور ولگاوه چی د ملگروملتونو په وداني کی یېد یهودو پر ضد گمراه کونکې پروپاگنډه پیل کړې ده .
په مقابل کی د صهیونیزم مخالفي یهودي ډلیشعارونه ورسره اخیستی وه او د ایران د مشر هرکلی یې کاوه.د هغوی نطاق رابای ډوویډ ویس وویل: "موږدلته د دې دپاره راغلی یو چید ایران لهجمهوریس څخه مننه وکړو چی د یهودانو ساتنه یې کړې ده او د هغوی درناوی یې کړی دی".
د بلی مظاهرې مشريد بیټو مستوفی په نوم یوې امریکایی ایرانی کوله چی د مدني حقوقو یوه مدافع وکیله ده.
هغېد نړی والي ټولني څخه وغوښتل چیپه ایران کید بشر د حقوقو څخه د سرغړونو مسلې ته توجه وکړي او وې ویل چیکه پر ایران باندی تعزیرات ولگول سي نو دا به د هغه هیواد د خلکو ژوند نور هم سخت کړی.
مېرمنی مستوفي وویل: "دا تعزیرات هغو کسانو ته صدمه رسوی چی خپله نفقه په زحمت برابروی او د هغه هیواد په وران ویجاړ اقتصادی حالت کی یې چیانفلاسیون په سلو کی پنځه ویشت زیاتېږی د مرستو غوښتنه کړې ده او که دغه تعزیرات ولگول سي نو ددغو خلکو ژوند به نور هم پسیسخت سی. زموږ هدف دا دی چی د داسی پالیسیو ملاتړ وکړو چی د بشری حقوقو خواتهیې توجه زیاته وي او دغو حقوقو ته د بین المللی ټولني پر ټولو نورو غوښتنو باندی ترجېح ورکړی".
دغه مظاهره کونکي د ملگروملتونو له ودانی څخه ،چی د اټومی وسلو د نه خپرېدلو پر تړون باندی غور پکښی کېږی، لیری ساتل کېدل.