د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال عظیمي: د کندهار عملیات فسخ شوي نه دي


جنرال عظیمي: د کندهار عملیات فسخ شوي نه دي
جنرال عظیمي: د کندهار عملیات فسخ شوي نه دي
<!-- IMAGE -->

د افغانستان د دفاع وزارت او په دغه هیواد کی د میشتو ناتو د قواوو چارواکو د کندهار په ولایت کی د افغان او نړیوالو قواوو لخوا د پلان شوو پوځی عملیاتو د فسخ کیدلو په باب خپاره شوی رپوټونه ناسم وبلل خو ویې ویل چی ددغو عملیاتو لپاره دوی وخت ته اړتیا لری.

د دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظیمی او دناتو په مشری د ایساف د قواوو نطاق جنرال جوزیف بلاتس د چهارشنبی په ورځ په کابل کی یو ګډ خبری کنفرانس ته وویل چی د کندهار عملیات د هلمند ولایت د مارجی د ولسوالی د تیرو عملیاتو نه توپیر لری.

جنرال عظیمی وویل چی د مارجی د ولسوالی په عملیاتو کی د پوځی عملیاتو وروسته د خلکو د ژوند د ښه کیدلو لپاره اقدامات ترسره شول خو هغه وویل چی د کندهارپهعملیاتو کی لومړی د خلکو د ژوند د ښه کیدلو لپاره اقدامات کیږی.

"برعکس په کندهار کی هڅه کیږی چی پالیسی د عملیاتو په مخ کی ځای ولری یعنی مخکښی لدی چی عملیات ترسره شی خلکو سره د خبرو پړاو بشپړ شی یوه ښه اداره په سیمه کی رامنځ ته شی هغو سیمو کی چی عملیات ترسره کیږی د بیارغونی لپاره د امکاناتو غم وخوړل شی او د ملکی تلفاتو د مخنیوی لپاره د افغان او نړیوالو قواووترمنځ هماهنګی لا زیاته شی".

جنرال عظیمی وایی چی ددغو ټولو چارو ترسره کول وخت ته اړتیا لری په کابل کی د ناتو د قواوو نطاق جنرال جوزیف بلاتس چی تازه د جنرال اریک ترینبلی په ځای د ناتو د قواوو د نطاق په حیث په کار پیل کړی دا ومنله چی نه یوازی په کندهار کی افغان او نړیوال قوتونه د امنیتی ستونزو او جنجالونو سره مخامخ دی بلکی په نورو برخوکی هم دوی امنیتی ستونزی لری.

خو هغه وویل چی ټولی ستونزی یوازی پخ پوځی زور نشی هواریدلی د همدی له امله دوی هم د دغو ستونزو د هواری لپاره بیلابیلی لاری چاری لټوی جنرال جوزیف بلاتس دپه کندهار کی د امنیت د ښه کیدلو لپاره روانی هڅی د ددغه ولایت لپاره د پلان شوو عملیاتو برحه وګڼله.

"دا بهیر روان دی هغه څه چی په کار دی تاسی ییطمع ونلری هغه د کلاسیکو پوځی عملیاتو په څیر عملیات دی چی په نږدی وخت کی به په کندهار کی رامنځ ته نشی"

د جنرال عظیمی او جنرال بلتس د دغو څرګندونو دمخه داسی رپوټونه خپاره شوی وه چی ګوندی د افغان امنیتی ارګانونو د کمزوری مسلکی وړتیا له امله نړیوالو قواوو د کندهار عملیات شاته اچولی دی خوددې هفتی په سر کی د کندهار والی ټوریالی ویسا هم ویلی وه چی په کندهار کی به د خلکو د خوښی پرته پدغه ولایت کی پوځی عملیات تر سره نشي.

د دفاع وزارت نطاق په دغه خبری کنفرانس کی د راروانو پارلمانی انتخاباتو د امنیت په هکله هم خبری وکړلی وویل چی افغان او نړیوال قوتونه د افغانستان د جمهوری ریاست د تیرو انتخاباتو په نسبت د سنبلی د ۲۷ ورځی انتخاباتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

جنرال عظیمی وویل چی تر اوسه د راروانو انتخاباتو لپاره پلان ندی ترتییب شوی خو هغه د افان او نړیوالو قواوو شمیر ته په پاملرنی وویل چی دوی به نه یوازی د انتخاباتو د ورځی امنیت وساتی بلکه دوی به د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنی او د انتخاباتو د نتیجو د اعلان لپاره هم امنیت برابر کړی.

XS
SM
MD
LG