د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلی د سیلاب ځپلو دپاره مرسته وغوښته


<!-- IMAGE -->

د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم مرستیال محمد کریم خلیلی په افغانستان کی د وروستیو سیلابونو نه د زیانمن شوو کورونیو سره د مرستی دا غوښتنه د سی شنبی په ورځ په کابل د کی په هغه غونډه کی وکړه چی سیلاب ځپلو ولایتو د خلکو سره د مرستو د رسولو لپاره د صدارت په ماڼی کی جوړه شوی وه.

پدی غونډه کی د طبعی پیښو سره د اضطراری مرستو د کمیټی د غړو سربیره خبریالانو هم ګډون کړی وه.

محمد کریم خلیلی په ۲۰ ولایتونو کی ځانی او مالی زیان ته په کتنی وویل چی افغانستان حکومت په ځانله سر راپیښ شوی زیان نشی پوره کولی.

"اوس زه یو ځل بیا د همدی ځای او همدی ټریبیون له لاری د نړیوالی ټولنی او دوستو هیوادونو نه غواړم چی افغانانو سره دی مرستو ته راودانږی".

د طبعی پیښو سره د اضطراری مرستو د کمیټید وینا له مخی د افغانستان په ۲۰ شمالی ،شمال ختیځو، لودیځو او مرکزی ولایتونو کی د وروستیو سیلابونو له امله ټول ۱۲۰ تنه وژل شوی او ۲۷۳ تنه نو ټپیان شوی دی.

دا کمیټه وایی چی دغو سیلابونو ۱۲۵۰۰ ځاروی هو وژلی تر دریو زرو پوری د اوسیدانی کورونه یی زیانمن کړی اونږدیسل زره جریبه ځمکه باندی ولاړ فصلونه یی هم له منځه وړی دی.

د افغانستان د کلو د پراختیا او د فواید عامه وزارتونه وایی چی دغو سیلابو له امله تر ۵۰۰۰ کیلو مترو پوری خام سړکونه ویجاړ شوی او پدغو لارو باندی جوړ یو شمیر پلونه هم وران شوی چی ددغو وزارتونو د اټکل له مخی بیرته جوړیدل به یی څلور کاله وخت واخلی.

د جمهوری ریاست دوهم مرستیال دی غونډی ته وویل چی حکومت پریکړه کړی چی د کلو د پراختیا او فواید عامی وزارتونه د کلو او ولسولیو، د ولسولیو او د ولایتونو د مرکزونو او د ولایتونو د مرکزونو اود کابل ترمنځ پری شوی سړکونه ډیر ژر بیرته جوړ کړی.

"دا ځمونږ پریکړه ده چی په هره بعیه چی کیږی دا دوه وزارتونه هڅه وکړی او لاری بیرته پرانځی".

خلیلی په خپلو څرګندونوکی د ولسی جرګی د دوشنبی په غونډه کی د طبعی پیښو سره د اضطراری مرستو د کمیټی په کړونو باندی د یو شمیر وکیلانو انتقادونه د هغوی د انتخاباتی کمپاینونو یو برخه وبلله وویل چی هغه شمیر وکیلان چی په خپلو مربوطه ولایتونو کی سیلاب ځپلو سره د مرستو ناوخته د رسیدلو خبره کوی. هغوی هم پدی ندی توانیدلی چی په خپلو ولایتونو کی د سیلابونو په وخت د خپلو موکیلینو پوښتنه وکړی.

خو د جمهوری ریاست دوهم مرستیال د ولسی جرګی دا پریکړه چی سیلب ځپلو ولایتونو د ولسی جرګی یو یو استازی به د طبعی پیښو سره د اضطراری مرستو د کمیټی په ملګرتیاسیلاب ځپلو ته د مرستو د بهیر څارنه وکړیوستایله وویل چی ده پخپله څو ځلی د ولسی جرګی نه په رسمی ډول غوښتی چی د طبعی پیښو سره د اضطراری مرستو کمیټی ته دی دوه وکیلان د غړو په توګه معرفی کړی تر څو دا وکیلان په ښه توګه د مرستو د رسولو بهیر وڅاری.

د ولسی جرګی غړو د دوشنبی په ورځ په خپله عمومی غونډه کی دغی جرګی ته سیلاب ځپلو سره د مرستو د ورو بهیر په باب د جمهور ریس د دوهم مرستیال د وربللو پریکړه کړی ده ولسی جرکه وایی چی محمد کریم خلیلی د جمهور ریس د دوهم مرستیال په حیث نه بلکه هغه د طبعی پیښو سره د اضطراری مرستو کمیټید ریس په حیث پارلمان ته ورغواړی.

XS
SM
MD
LG