د لاس رسي وړ اتصالات

خوست او پکتیکا کې چاودنو ملکیانو ته مرگ ژوبله واړوله


خوست او پکتیکا کې چاودنو ملکیانو ته مرگ ژوبله واړوله
خوست او پکتیکا کې چاودنو ملکیانو ته مرگ ژوبله واړوله

په خوست او پكتكا ولايتونو كې د بيلابيلو چاودنو په ترڅ كې ديارلسو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتي او په خوست كې قومي مشرانو ديوې غوڼدې په ترڅ كې په چاودنو كې دملكي وګړو مرګ ژوبله وغندله او دسولې دمشورتي جرګې څخه يي ملاتړ وكړ.

نن سهار او تيره شپه دخوست په ښار كې دوه بيلابيلې چاودنې شوي چې دچارواكو په وينا يو تن ملكي وګړي پكې وژل شوي او لس تنه نور پكې ټپيان شويدي.

لومړي چاودنه كې تيره شپه دخوست په ښار دموټرو په يوه وركشاپ كې شوي ده.

دخوست دعامې روعتيا رييس ډاكټر امير باد شاه رحمت زۍ منګل وايي چې دخوست ملكي روغتون ته له دغه چاودنې يو مړي او څلور ټپيان ور وړيدي.

همدا ډول نن سهار هم ددغه ښار دسرګردان په چوك كې ديوه هوټل مخې ته چاودنه رامينځته شوه چې په ترڅ كې يي پنځه تنه ملكي كسان ژوبل شول .

دملكي روغتون يو تن ډاكټر چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل چې له دې چاودنې وروسته روغتون شپږ تنه ملكي وګړي په ټپي حالت كې ور وړل شويدي .

د خوست دوالي وياند مبارز ځدران هم دواړه پيښو تاييد كوي خو وايي چې پدغو چاودنو کې يو ملکي کس وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شويدي.

که څه هم تر اوسه د دغو چاودنو مسوليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه ندى اخيستى، خو افغان دولت يې د وسله والو مخالفينو کار بولي.

همدا ډول دپكتيكا ولايت ديحي خيلو په ولسوالې كې دپوليسو قراول ته څيرمه يوه چاودنه شوي چې په ترڅ كې يي دري پوليس ټپيان شويدي.

د دغه ولايت امنيه قومندان دولت خان ځدران دپېښې د تاييد تر څنګ وايې چې چاودنه دپوليسو يوې قرار ګاه ته څيرمه په موټر سايكل باندي دځاي پرځاي شوو چاوديدونكو موادو له امله رامينځته شويده چې دري پوليس پكې ټپيان شويدي.

وسله وال طالبان دچاودني مسوليت په غاړه اخيستي او ادعا كوي چې پدې بريد كې يي پنځه پوليس وژلي او اوه تنه نور يي ټپيان كړيدي.

له بلې خوا په خوست كې دقومونو دپيو ستون شورا دلسګونو قومي مشرانو او مدنې ټولنو داستازو په ګډون غونډه وكړه او په چاودنو كې يي دملكي كسانو مرګ ژوبله په كلكه وغندله .

دقومونو دپيوستون دشورا مشر غازي نواز ټني پدې غونډه كې وويل چې په تيرو څو ورځو كې په خوست كې دښونځو د زده كوونكو په ګډون په بيلابيلو چاودنو كې په لسګونو ملكي كسانو ته مرګ اوښتي.

ده زياته كړه دخوست قومونه دملكي كسانو وژنه يو وحشيانه عمل بولي او په كله يي غندي.

همدا ډول پدې غونډه كې دسولې دملي مشورتي جرګې څخه هم قومي مشرانو ملاتړ وكړ او له دولت نه يي وغوښتل چې دسولې جرګه بايد تشريفاتي بڼه ونه لري او داولس ريښتونې استازې پكې ګډون وكړي.

دقومونو دپيوستون دشورا مشر په وسلوالو مخالفينو غږ وكړ چې اوسني ستونزي دجنګ له لاري نه حل كيږي او په هيواد كې دسولې او د ولس دارامۍ په حاطر دې دسولې په مشورتي جرګه كې ګډون وكړي ترڅو اوسنيو بدبختيو ته دپاي ټكې كيښودل شي.

د يادولو وړ ده چې پدې ورستيو كې په سيمه كې امنيتي پېښې زياتوې شوي او په دولت نيوكه كيږي چې دخلكو دامنيت په ساتلو كې پاتي راغلي خوامينتي چارواكي بيا په خپل وار سره وايي پوره هڅه كوي چې دپېښو ګراف راټيټ كړي خو د تروروستي پېښو مخنوي ستونزمن دي .

ددغو پېښو په ترڅ كې په تيرو دوو ورځو كې په خوست كې د بيلابيلو چاودنو په ترڅ كې درويشت تنه ټپيان شوي او پنځه كسان وژل شوي چې ډيره يي دښوونځي زده كوونكي وو

XS
SM
MD
LG