د لاس رسي وړ اتصالات

د انجونو ښوونځیو کې د کیمیاوي موادو په پاشلو ملګري ملتونه اندیښمن شوي


د انجونو ښوونځیو کې د کیمیاوي موادو په پاشلو ملګري ملتونه اندیښمن شوي
د انجونو ښوونځیو کې د کیمیاوي موادو په پاشلو ملګري ملتونه اندیښمن شوي

<!-- IMAGE -->

ملګری ملتونه وایی چی په افغانستان کی د انجونو په ښوونځو باندی د نامعلومو کسانو له خوا د کیمیاوی موادو پاشلوو خورا زیات اندیښمن کړی دی.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومی منشی ځانګړی استازی سټفان دی میستورا په یو بیان کی چی په کابل کی یی د خپل دفتر له لاری خپورکړی ویلی دی چی دی پدی وروستیو ورځو کی د کندوز، دایکندي او کابل په ولایتونو کی په څو ښونځو کی د کیمیاوی ترکیباتود ایښودلو نه د انجونو په ناروغه کیدلو خورا زیات اندیښمن شوی دی .

دی میستورا ویلی دی چی د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او او د ماشومانو د ساتنی اداره یونیسف د افغانستان د عامی روغتیا او پوهنی وزارتونو سره کار کوی ترڅو د یوی خوا ددغو بریدونو د ناروغانو درملنه وشی. د بلی خوا د ښونځیو امنیت ټینګ اوپه راتلونکی کی ددغسی پیښو مخه ونیول شی.

د ملګرو ملتونو دغی عالی رتبه چارواکی ویلی دی چی پدی بریدونو کی د ناروغه شوو انجونو وینی یی د طبی معاینو لپاره د افغانستان نه بهر استولی دی او دا ځکه چی د دی میستورا د وینا له مخی په افغانستان کی ددغسی معاینو لپاره لابراطوارونه نشته دی.

ْتر اوسه پوری هیڅ کوم کیمیاوی ماده چی ددغو ناروغیو سبب شوی نده موندل شوی".

د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ځانګړی استازی د دغی نړیوالی اداری د عالی رتبه مامور په حیث د خپلو مربوطه ادارو غوښتی دی چی د افغان ماشومانو د تعلیم د حق د خوندیتوب په برخه کی جدی اوسی او حالات له نږدی وڅاری.

پدی وروستیو هفتو کی د کابل، کندوز او دای کونډی په ولایتونو د انجونو په دریو ښونځیو کی د یو ډول ګاز د پاشلوو رپوټونه ورکړل شوی چی له امله یی تر سلو پوری انجونی پدغو ښونځو کی بی هوشه شوی او روغتون ته د علاج لپاره استول شوی دی.

تر اوسه هیچا ددی بریدونو مسوولیت په غاړه ندی اخستی او نه هم افغان امنیتی چارواکو پدی تور څوک نیولی دی.

جمهور ریس حامد کرزی په ښونځو د کیمیاوی موادو د پاشلوو دا بریدونه په کلکه غندلیدی جمهور ریس کرزیخپلو امنیتی ارګانونو ته امر کړی چی ددغو پیښو عاملین وپیژنی او د قانون منګلو ته دی وسپاری.

جمهور ریس کرزی ددغو پیښو عاملین د افغانانو سخت زړی دښمنان بللی او ویلی دی چی هغوی چی دا اقدامات ترسره کوی غواړی چی افغانان په جهل او تیارو کی وساتی . پدی وروستیو کلونوکی په ښونځو باندی د وسلوالو مخالفانو بریدونه زیات شوی چی له امله یی اوس هم د ۴۰۰ نه زیات ښونځی تړل شوی دی.

ددغو بریدونو په لړ کی د سی شنبی په ورځ د خوست د مندوزیو په لیسه کی یو د یو بم د چاودیدلو له امله څلور ښوونکی او شپږ زدهکونکی ټپیان شوی دی.

XS
SM
MD
LG