د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د کرزي سفر اړیکې ښې کولای شي؟


خلیلزاد: د کرزي سفر اړیکې ښې کولای شي؟
خلیلزاد: د کرزي سفر اړیکې ښې کولای شي؟

<!-- IMAGE -->

د واشنگټن پوست ورځپاڼه په یوه مقاله کې چې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل زاد په قلم لیکل شوې ده، لیکي، د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې په دې وختونو کې د یوه بحران سره مخامخ شوې وې. ایا امریکا ته د کرزي سفر به ددغو اړیکو په ښه والي تمام شي، که نه؟

ورځپاڼه زیاتوي، اول دا چې باید ددواړو خواو تر منځ اعتماد په ځای شي. ځکه ددواړو خواو ترمنځ کافي اعتماد نشته. کرزی شخصًا داسې فکر کوي چې هغه له نظره غورځول کیږي. په پخوا وختونو کې د امریکا عالي رتبه مامورینو مطبوعاتو سره په خپلو کتنو کې د کرزی او اوباما د خبرو ستونزې بیان کړي دي، د امریکا د سفیر هغه لیک چې محتویات یې په مطبوعاتو کې خپاره شول او کرزی په کې په ښو الفاظو یاد شوی نه وو.

کرزي ته ځینو خلکو داسې مشورې ورکړي چې گواکې په تیرو انتخاباتو کې امریکا د ده په پلوي نه وه او مخالف کاندیدان یې پالل او حتی دده د پلویانو په سیمو کې یې جنگ عملیات تر سره کول. خو وروسته اوباما د ښاغلي کرزي نه په ښه هرکلي سره غوښتل چې دغه اختلافات له منځه یوسي. دا خو ښه خبره ده خو باید چې د اړیکو د ښه کیدلو سره سره، محتوا یې هم ښه شی. د امریکا د حکومت سره دا چې کرزی دې د اداري فساد سره مبارزه وکړي او یو ښه شریک وي، یو لړ شکونه پیدا شوي دي.

ښاغلی خلیل زاد په خپله مقاله کې زیاتوي چې د امریکا او د افغانستان د مشرانو تر منځ چې کومه نوې موافقه لاس ته راځي باید چې د امنیت په برخه کې د کار ویش په کې څرگند وي. کرزی غواړي ائتلافي قواوې د خلکو کورونو ته داخلې نه شي او دوی بې موجبه بندیان نه کړي او د ټولو جوانبو په منځ کې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نوی چوکاټ جوړ شي خصوصاً هغه موافقه لیک چې پنځه کاله مخکې د ستراتیژکې برخه اخیستنې په نامه لاس لیک شوی ؤ باید له سره ورباندې غوروشي.

د اوباما اداره باید د کرزي ددې غوښتنې هرکلی وکړي چې زیات مسئولیت ومني که څه هم دی له هغه څه زیات وغواړي چې کولی یې شي. مذاکرې او بحثونه باید عملي جنبې ولري او یواځې په شعارونو نه وي بنا په دې کې د ښې حکومت دارۍ اود اداري فساد سره د مبارزي په برخه کې کوښښونه متمرکز وي. امریکاباید هڅه وکړي چې د قراردادونو د ورکولو په وخت کې کافي شفافیت رامنځ ته شي چې دا پخپله یوه ستونزه ده.

واشنگټن پوست لیکي چې د امریکا او کرزي تر منځ په مسئلو کې د طالبانو سره خبرې مهمې دي. د کرزي هدف او ستراتیژي په دې برخه کې څرگنده نه ده. افغانان غواړی هغه جگړه چې له دیرش کالو نه زیاته موده یې ملک برباد کړی دی زیاتي ودریږي. ځنې وختونه کرزی غواړی طالبان نوې اداره په رسمیت وپیژني، وسلې کیږدي، د افغانستان اساسي قانون ومني اود تروریزم نه د لاس په اخیستلو سره معاف شی ترڅو په ټولنې کې بیرته مدغم شی. خو بیا بل وخت وايي چې د طالبانو سره به موافقې ته ورسیږي او په هرڅه خبرې کیدلای شي. نوځکه باید د طالبانو سره د خبرو ستراتیژي معلومه وي.

د نیویارک ټایمزورځپاڼې د "کرزی د واشنگټن په سفربوخت دی، او هرې خواته خوشحالۍ ده" تر عنوان لاندې د مارک لیندر په قلم یو مطلب خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، د اوباما اداره د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې کرزي او د کابیني غړو ته یې په داسې حال کې چې ډیر زیات شمیر ددواړو هیوادو نامتو شخصیتونه هم حاضر ؤ د هرکلي په وخت کې د یوه شانداره میلمستیا په ورکولو دا هیله لرله چې د افغانستان د مشرتابه پام د خپل هیواد دوستۍ او اخلاص خوا ته جلب کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان د جمهور رئیس او د کابینې د غړو خبرې چې د بهرنیو چارو په وزارت کې وشوې په هغو کې د افغانستان سره د دوامدارو مرستو او همکاریو ژمنې وشوې او د هغو شبهاتو او اختلافاتو پای وگڼل شوچې د امریکا د حکومت او د کرزي تر منځ پخوا پېښې شوې وې.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هلري کلنتن له قوله لیکلي چې" جمهور رئیس ته مو وویل چې مونږ به هلته د یوه ملگري او شریک په حیث حتی تر هغې وروسته هم پاتې شو چې زمونږ وروستی عسکر له افغانستان نه ووځي او زمونږ تعهد متین او د تل لپاره دی."

ورځپاڼه لیکي، کرزي د میرمن کلنتن په ځواب کې خپل احساس په دې ټکو بیان کړ، افغانستان د امریکا یو دوست او متحد دی. کرزي د واټر ریډ په پوځي روغتون کې د امریکايي عسکرو د عیادت په یادونی سره وویل، چې دغو ځوانانگ د افغانستان په جگړه خپل لاسونه او پښې بایللي، نو ځکه هغه سره داسې کلمات نشته چې ددوی نه په دې اړه مننه وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، ښاغلي حامد کرزي د خپلې کابینې ١٥ غړي ورسره راوستي دي او د امریکا حکومت په دې غور کوي چې څنگه پخواني ترینگلې اړېکې ورغوي.

XS
SM
MD
LG