د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د مارجې بزگران وايي طالبان یې تهدیدوي


نیویارک ټایمز: د مارجې بزگران وايي طالبان یې تهدیدوي
نیویارک ټایمز: د مارجې بزگران وايي طالبان یې تهدیدوي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د می د ١٧ نېټې په گڼه کې لیکلي دي چې هغه بزگران چې د مارجې د ولسوالۍ نه په وتلو دي وايي چې طالبان دوی ځوروي او امریکایان یې د خوندیتوب ضمانت نه شي کولی.

مارجه په تیرو څو میاشتو کې د امریکايي عسکرو د عملیاتو صحنه وه.

ورځپاڼه لیکي چې د مارجې نه د طالبانو له وتلو نه وروسته اوس داسې ښکاري چې طالبان یو ځل بیا په سیمه کې خپله سیطره ټینگوي او د دولتي مامورینو په خبره د طالبانوبیا نفوذ یو ځل بیا د خلکو روحیه خرابوي.

نیویارک ټایمز لیکي، اوس چې ایئتلافي قواوې په کندهار کې د تهاجم لپاره تیاری نیسي، په مارجه کې نه طالبان او نه هم امریکايي پوځونه برلاسي دي او هره ورځ ددوی تر منځ نښتې کیږي، نودا مسئله یو تریخ حقیقت ښيي چې طالبان ډیر زغم لري او په خلکو کې ددوی د ریښې ټینگوالی ښيي.

ورځپاڼه په لښکرگاه کې د سرې میاشتې له قوله زیاتوي چې په دووتیرو هفتو کې لږ تر لږه ١٥٠ بزگرې کورنۍ له مارجې نه وتلي دي. دوی چې زیات وارخطا ښکاریدل وايي، دوی د جنگ له ویرې اودا چې د ائتلافي قواوو، دولتي عسکرو او د طالبانو ترمنځ په جگړه کې ایساریږي او دوی د هغو ماینونو نه په ویره کې هم دي چې د طالبانو لخوا ایښودل کیږي.

د طالبانو شته والي دوی ته دا اجازه نه ورکوي چې د حکومتي چارو اکو سره اړیکه ټینگه کړي او دوی ته د ژوند ځنې اړتیاوې پوره شي.

ورځپاڼې د سیمې د یوه تن له خولې رپوټ ورکړی دی چې وايي، خلک سیمه پریږدي، هره ورځ د لسو نه تر شل کوره پورې. عبدالرحمان چې ٥٢ کلن دی وايي اوس ژوند هلته گرانیږي.

ځنې نور بیا دې ته انتظار باسي چې خپل زراعتي محصولات ټول کړي او بیا ولاړشي. دوی داسې فکر کړی ؤ چې د وروستيو عملیاتو په سبب په سیمه کې امنیت راځي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو بیرته راتگ دومره غیر متوقعه هم نه وه. اوس د کوکنارو د حاصل اخیستلو موده ختمه شویده او د طالبانو پلي افراد د جنگ لپاره وزگار شویدي. د عملیاتو په پای کې څه د ژوند څرک ولگید او حتی خلکو غوښتل چې د پیسو په بدل کې ددوی د کوکنارو فصلونه واړول شي.

د نیویارک ټایمزد ورځپاڼې په همدې گڼه کې د افغانستان د اعتیاد په باره کې یو مضمون خپور شوی دی.

په مضمون کې راغلي دي چې که څه هم په دې ملک کې د اعتیاد ستونزه یو دردونکی حقیقت دی خو په خوا کې یو شی چې هڅونکی دی هغه د اعتیاد پرضد مبارزه ده.

ورځپاڼه لیکي د داخله چارو د وزارت د اعتیاد د علاج په روغتون کې چې ناروغان یې ټول د پولیسو افراد دي، یو شمیر تر تداوۍ لاندې دي. له یوې خوا نه ناروغ پولیسان له سړکونه را ټولیږي او له بله پلوه ددوی علاج کیږي.

د مخدره موادو پرضد د داخله چارود وزارت معین جنرال داود د دغه روغتون دکار نه دومره رضا دی چې مطبوعاتو ته یې اجازه ورکړه چې د روغتون کتنه وکړي.

ښاغلي داود چې په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې خبرې کولې د معلوماتو په ترڅ کې وویل چې ٩٥ په سلو کې د پولیسانو وینه معاینه شوې او په هغې کې څرگنده شویده چې ١٢٣١ پولیسان په قوي مخدره موادو لکه هیروین او تریاکو معتاد دي چې د پولیسو په قوه کې یو اعشاریه پنځه په سلو کې جوړوي.

څرنگه چې د افغانستان په پولیسو کې د افسرانو نشتوالی احساسیږي نو ځکه معتاد افسران ددې په ځای چې د پولیسو له لیکو وایستل شي د څوهفتې معالجې لپاره لیږل کیږي.

د لاس انجلس ټایمز د می د شپاړسمې په گڼه کې د امریکا د اعلا افسرانوله خولې رپوټ ورکړی دی چې وايي په افغانستان کې سږکال سخت جنگونه په مخ کې لري.

ورځپاڼه لیکي، ډگر جنرال ریچارد ملز چې په یوه ویدويي کانفرانس کې د پنډلټن له پوځي اډې نه خبرې کولې وویل چې د طالبانو په ضد په جنگ کې پرمختگونه لاس ته راغلي دي او د خلکو همکاري ورسره ډیره شوېده او همدارنگه د پولیسو په روزلو کې هم پرمختگ شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د پنډلټن د کمپ عسکرو په جگړه کې پرمختگ کړی دی، خو سږکال به د جگړې په میدان کې د خونړیو جنگونو کال وي. سږکال د پاکستان پولې ته نژدې یواځې په یوه نښته کې نهه امریکایان ووژل شول اود امریکايي عسکرو تلفات زیات شويدي. همدارنگه د ماینونو په وسیله زیات شمیر ملکیان هم وژل کیږي.

ورځپاڼه د جنرال ملز له خولي لیکي، دده په فکر دوی مجبوره دي چې قربانی ورکړي. امریکايي جنرال ددې پوښتنې په ځواب کې چې بل کال به د اوباما په امریو شمیر عسکر له افغانستان نه ووځی، دده نظر څه دی؟ وویل:

مونږ یوه سخته وظیفه په مخ کې لرو چې باید سرته یې ورسوو، او دا کار وخت ته اړتیا لري. ده زیاته کړه، افغانان ددوی په وتلو خپه دي اودا کار د وخت نه مخکې گڼي. ورځپاڼه په پای کې د جنرال ملز دا خبره یادوي چې وايي:

"هغه څه چې د دنیا په دې برخه کې کولی ش، هغه د توقعات تنظیمول دي، او هڅه وکړه خلک پوه شي چې پرمختگ یعنی څه!.

XS
SM
MD
LG