د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د موټر بم چاودنې ١٧ تنه ووژل 


په کابل کې د موټر بم چاودنې ١٧ تنه ووژل 
په کابل کې د موټر بم چاودنې ١٧ تنه ووژل 

<!-- IMAGE -->

عکس: AFP افغان چارواکي وایي یوه ځانمرګي برید کوونکي نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ناټو د قواوو په یوه کاروان باندې د موټر بم چاودنه کړیده.

د کابل په لویدیځ کې د دارالامان څلورلاري ته نږدې پدغې چاودنې کې د زیات شمیر بهرنیو عسکرو په شمول 17 کسان وژل شویدي.

په افغانستان کې دیره د ناټو قواوو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پدغې چاودنې کې شپږ تنه نړیوال عسکر وژل شویدي او ګڼ شمیر نور یې ټپي شویدي.

د ناټو یوه ویاند په ملکي خلکو او په نړیوالو عسکرو باندې دغه حمله غندلې ده او ویلي یې دي چې دغه شان حملې به د نړیوالو عسکرو د ماموریت مخه ډب نکړي.

طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د جنایي جرایمو د څیړنو رییس عبدالغفور سیدزاده ویلي دي چې چاودنه حکومتي ودانیو ته څیرمه شویده.

ناټو ویلي دي چې هغوي د افغان ملي پولیسو سره په ګډه لګیا دي سیمه خوندي کوي او د پیښې په اړه تحقیقات کوي.

د دغې چاودنې نه یوازې یوه ورځ وړاندې په اروپا کې د ناټو د قوماندانې عمومي قوماندان د امریکا د سمندري قواوو ستر جنرال جمز سټیورډیس ویلي وو چې په سل ګونه تنه نورو روزونکو ته اړتیا شته چې افغان امنیتي قواوې وروزي.

امریکا د زیاتې مودې راپدیخوا پخپلو انډیوالانو باندې فشار اچوي چې افغانستان ته دې نور امکانات هم ولیږي تر څو پدې سره د افغانستان ملي پولیس او ملي اردو پدې وتوانیږي چې د خپل هیواد امنیت پخپل مټ وساتي.

XS
SM
MD
LG