د لاس رسي وړ اتصالات

Reba Mcantire - 2004-04-29


يو څوک بايد ولاړ سي

چى خاموشى سي ماشومان چى بسترو ته ولاړ سى موږ هم خاموش سو يو له بله سره نه گړېږو

چى د ويلو څه لرو هغه سبا ته پرېږدو لکه په ژبه د يوه بل چى هيڅ نه پوهېږو

لمبه د مينى مو په زړو کى وار په وار سړېږى له خواشينۍ راته په زړه کى لوستي نه پاتېږى

يا زه يا ته يو خو به وزو له دې کوره څخه کوم به يو به وزو د کلونو کور به چاته پرېږدو

ته ماشومان غواړې او دوى هم زما مينه غواړى ځکه دا گرانه فيصله نن او سبا ته پرېږدو

مگر په هيله د سبا تسليمېدلاى نه سو څه له احتياج او څه له مينى تېرېدلاى نه سو

چى شپه پخه خونه تياره سى راته شا واړوې پر خوږمن زړه مى تېره غشي د جفا اوروې

په تاريکه کى مى پر مخ سى رارواني اوښکى ځي مى گرېوان ته زما په څېر دى سرگرداني اوښکى

که ژوند يوازى زما او ستا واى نه وه نور غمونه ما به يوازى تېرولاى د ژوندون کلونه

اوس په احتياط ايږدم د ژوند پر سخته لار گامونه د ماشومانو په خاطر وړمه درانه بارونه

يازه يا ته يو خو به وزو له دې کوره څخه کوم به يو وزو د کلونو کور به چا ته پرېږدو

ته ماشومان غواړې او دوى هم زما مينه غواړي ځکه دا گرانه فيصله نن او سبا ته پرېږدو

مگر په هيله د سبا تسليمېدلاى نه سو څه له احتياج او څه له مينى تېرېدلاى نه سو

يا زه يا ته يو خو به وزو له دې کوره څخه يو به تېرېږو له دې کوره له دې اوره څخه.

XS
SM
MD
LG