د لاس رسي وړ اتصالات

You made a liar out of me - 2004-04-29


زما او ستا ترمنځ پیوند د جادو نسته ما ویل موږ به دوستان یو تر عمرونو

بس همدومره می منلې وه په ژوند کی مگر نن یمه مجبور په اقرارونو

تا مجبور کړم په دروغو دروغجن سوم چی په ژوند می نه ویله هغه وایم

زه سوگند خورمه په دې می باور نه و چی یو وخت به دې احساس لره تنها یم

اوس څرگند پر کلی کلی د وطن سوم تا مجبور کړم په دروغو دروغجن سوم

اوس پوهېږم چی انکار نه سم کولای خپل احساس درڅخه نه سم پټولای

تاته اوس حقیقت خپله څرگندېږی زما له سترگو ټول رازونه معلومېږی

په لوی لاس دی راته بل کړ اور دمینی دروغجن دی کړمه ټول خلک می وینی

كه هر څومره به دی ځان لره نیژدې کړم ما به غوښتل چی خوندي می فاصلې کړم

که هر څونه دی پر ځان مین کولم زه د مینی اورته نه نیژدې کېدلم

خو اوس گورې په هغه لمبه سوځېږم دبېلتون له پرهارونو دی کړېږم

تا مجبور کړم په دروغو دروغجن سوم چی په ژوند می نه ویله هغه وایم

زه سوگند خورمه په دې می باور نه و چی یو وخت به دې احساس لره تنها یم

په لوی لاس دې راته بل کړ اور د مینی دروغجن دی کړمه ټول خلک می وینی

اوس پوهېږم چی انکار نه سم کولای خپل احساس درڅخه نه سم پټولای

په لوی لاس دی راته بل کړ اور د مینی دروغجن دی کړمه ټول خلک می وینی.

XS
SM
MD
LG