د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى رضا او بشرېت ته خدمت - 2004-07-03


د جولاى په دوهمه نېټه د واشنگتن په ښار کى د نشنل جېو گرافېک ټولنى د ( افغانستان ونمانځى) په نوم ېو خاص محفل ترتېب کړې و. پدى محفل کى د افغانستان په هکله د جاېزې گټونکى عکاس ښاغلى رضا په شمول نورو افغانى عکاسانو هم گډون کړى و. پدى محفل کى د افغانستان په باب د بىلابېلو عکسونو تر څنگ افغانستان ،اېران او رواندا کى د ښاغلى رضا د تجربو او خاطرو په باب چه پدى عکسونو کى ېې راټول کړى و ېو فلم هم جوړ شوى و .

رضا په افغانستان کې د اېېنې ټولنه او د کوچنېانو دپاره ېوه مجله هم خپروى چه د پرواز په نوم ېادېږى. ښاغلى رضا په افغانستان کى د جنگ د تباهې په باب د خپلو ترخو خاطرو او تجربو کېسى وکړى . هغه ووېل په افغانستان کى دروېشتو کاله جنگونونه ېوازى چه ودان ښارونه وېجاړ کړى دى بلکه خلک ېې روحاً هم زېانمن کړى دى او دا داسى ټپونه دى چه په اسانې نه رغېږى.

رضا په افغانستان کى د خپل ېو اخستل شوى عکس کېسه وکړه او وېې وېل چه هغه د بدخشان په ولاېت کې ېو هلک چه په لاس کى ېې ېو کوچنى نېالگى و ولېد او ترې وېې پوښتل چه غواړې پدى نېالگى څه وکى نو هغه په ځواب کى ووېل چه غواړم دا کوچنې نېالگى په غټى شنى ونې بدل کم . هغه اضافه کړه چه ددى ونې روزنه د افغانستان بېا ابادول دى چه باېد په احتېاط ،پاملرنىاو مېنى تر سره شى .

XS
SM
MD
LG