د لاس رسي وړ اتصالات

په هندی کشمیر کی د دهشت ختمولو دپاره اساسی گامونه  - 2004-07-15


د متحده ایالاتو د خارجه وزارت مرستیال د هندی مقاماتو سره د لیدنی وروسته پاکستانی لوړ رتبه مامورینو سره هم ولیدل او د سولی د پلان په باب یی ورسره خبری وکړی . د هند او پاکستان تر منځ د اوږدی مودی شخړی اصلی زړی د کشمیر سیمه ده چه دواړخه خواوی یی خپله سیمه بولی. هند په پاکستان تور لگوی چه د سرحدّ په اوږدو کی د هغواسلامی تندروانو ملاتړ کوی چه د هند د حکومت په خلاف جنگیږی او د خپلی ازادی او د پاکستان سره د یو ځای کیدو دپاره مبارزه کوی او دا د دواړو ملکونو تر منځ د جنجال مسله ده . له بلی خوا پاکستان پر هند تور لگوی چه د کشمیر په سیمه کی بشری د حقوقو ټول قوانین تر پښو لاندی کوی . خو ښاغلی ارمتاج د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کی وویل چه دواړه خواوی د سیمی د امنیت د بهتریدو دپاره اساسی مسولیت په غاړه لری او باید چه خپلی لانجی او ستونزی په واضح ډول را برسیره کی . هغه وویل دیته باید غور وشی چه د نظر اختلاف او مخالفت په ډیرو ساحو کی موجود دی . او زیاتره ستونزی د سرحد په اوږدو کی لیدل کیږی چه ددی ټولو مخه باید ونیول شی تر څو د جمو او کشمیر خلک وکړای شی چه د سولی نه ډک ژوند او راتلونکی خاوندان شی . هغه همداراز دپاکستان د هغو هڅو ستاینه هم وکړه او ویی ویل چه پاکستان سره لدی چه د افغانستان د مامورینو او په افغانستان کی د امریکی د سفیر د انتقادونو لاند یراغی بیا هم د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی د تروزم سره مبارزه کوی.

XS
SM
MD
LG