د لاس رسي وړ اتصالات

یوامریکاېی نظامی هلی کوپتر پرون په افغانستان کې را لویدلی دی - 2004-08-13


طالبانو ویلی چې هغه امریکاېی نظامی هلی کوپتر چې پرون په افغانستان کې را لویدلی، یو عسکر په کې مړ او ١۴ نور زخمیان سوی دی، ددوی کار ؤ. په پېښور کې افغان اسلامی اژانس دطالبانو دیوه نطاق له خولې ویلی چې یاغیانو دغه بلیک هاک هلی کوپتر په خوست کې ویستلی او را غورځولی دی. مگر د امریکا نظامی نطاق جگړن ریک پیټ وویل چې دغه هلی کوپتر ددښمن له خوا نه دی را غور ځول سوی. هغه وویل په دې پېښه کې څلور د عملی غړی سخت ټپیان سوی دی. له بلې خوا د لغمان د ولایت امنیتی مامورین واېی چې د طالبانو یو نظامی قوماندام ملا جانان د چهار شنبې په ورځ هغه وخت ووزل سو چې د امریکا ـ افغان په یوه نظامی کتار باندی ېی پټه حمله کوله.

XS
SM
MD
LG