د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د جمهوری ریاست انتخاباتی مبارزه رسما شروع شوه - 2004-09-07


دغه یوه میاشتنۍ مبارزه نن په داسی حال کی شروع شوه چی ددغو آزادو او عادلانه انتخاباتو په تر سره کولو کی گواښونه شوي دي . مگر د انتخاباتو ناظمین وایی چی دغو انتخاباتو ته مناسب امنیتي ترتیبات نیول شوی دي چی ددې تضمین وکړی چی رای گیری بیله کومو غټو ستونزو او مشکلاتو تر سره شی . د طالبانو د راپرځول شوي رژیم پاته کسانو هوډ کړئ چی انتخابات به گډ وډ کړی . ددې مبارزې په لړ کی هغوی په هغو خلکو باندی مرگانۍ حملې کړي دي چی د انتخاباتو مربوطی چاری یې تر سره کولې . په دې حملو کی د مې د میاشتی را پدې خوا د انتخاباتو لږ تر لږه ١٢ کارکونکي وژل شوی دي . د ملگرو ملتو مامورینو او د افغانستان د بشری حقوقو فعالینو هم دا اندیښنه ښوولې چی په افغانستان کی د ملیشو قوماندانان به د خپلو کاندیدانو په گټه په دې انتخابتنو باندی اثر ولری . د افغانستان د پاره د ملگرو ملتو د ‏خاص آستازي مرستیال فیلیپو گراندی هم دا اندیښنه ښوولې چی د انتخاباتو د جریان په باب د اطلاعاتو د نشتوالي او پټو رایو ورکولو په وجه به ډیر خلک راگیرۍ ته حاضر نه شی . هغه وایی :

‏«‎ دا ډیره مهمه ده چی اطلاعاتي مبارزه پیل شی او په هغې کی په خاص ډول په دې باندی فشار واچول شی چی رای گیری به ځکه پټه او مخفی وی چی هرڅوک د خپلی خوښی کاندید ته رایه ورکړی او نور څوک په پوه نه شی . ‏»‎

په دې انتخاباتو کی چی د اکتوبر په نهمه کیدونکي دي ټول ١٨ کاندیدان دي چی په هغو کی د انتقالی دورې جمهور رئیس حامدکرزئ هم شامل دی . ټولو کاندیدانو ته وعدې ورکړه شوي دي چی د حکومتي مطبوعاتو نه به په مساوی توگه استفاده کولای شی او په ولایاتو کی د هغوی د غونډو او جرگو د پاره خاص امنیتی ترتیبات نیول شوی دي . مگر کاندیدانود ا اندیښنه ښوولې چی د مطبوعاتو نه د استفادې په برخه کی حامد کرزئ زیات امتیازات لری . د ملگرو ملتو او افغانستان مامورین وایی څه د پاسه لس ملیون خلکو ددې انتخاباتو د پاره خپل نومونه ثبت کړی دي .

XS
SM
MD
LG