د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا په مشری ١٧٠٠٠ عسکر گزمې کوی  - 2004-09-18


د امریکا ددفاع وزارت وایی چی ژر به افغانستان ته نور یوولس سوه عسکر واستوی چی د اکتوبر په میاشت کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی امنیت وساتی . ملگرو ملتونو پرون په هغه ملک کی د سولی ساتنی د قواو د اوسیدلو موده یو کال نوره هم اوږده کړه او د غړو ملکونو نه یی وغوښتل چی افغانستان ته د زیاتو عسکرو او پیسو په لیږلو کی ونډه واخلی . د نورو عسکرو د لیږلو غوښتني د هغه خبر داري نه وروسته کیږی چی په افغانستان کی د امریکا سفیر ورکړ او ویې ویل دئ ددې توقع لری چی د انتخاباتو په ارتباط به حملې زیاتی شی . همدا اوس په افغانستان کی د امریکا په مشری ١٧٠٠٠ عسکر گزمې کوی او د ناتو نور ٧٥٠٠ عسکر هم په کابل او ځینو شمالی ولایتونو کی اچول شوی دي . مگر د غټو ښارونو نه بهر سیمي لا د خطرونو سره مخامخ دي .

XS
SM
MD
LG