د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د جمهوری ریاست انتخابات  - 2004-10-13


په افغانستان کی د امریکایی قواو قوماندان ډگر جنرال ډېویډ بارنو وایی په دې ملک کی د تیری شنبې په ورځ د جمهوری ریاست انتخابات د ستر بدلون یوه نښه ده چی د افغانستان په جنگ ځپلي هیواد کی یې د توپک نقش او واکداری ختمه کړه .

هغه نن په کابل کی خیر یالانو ته وویل ددې انتخاباتو نه ثابتیږی چی افغانان د آینده دیموکراسۍ د پاره چی د قانون پر اصولو ولاړه وی سترگي په لار وو . له بلی خوا د افغانستان د انتخاباتو مامورین وایی دوی په داسی حال کی چی د ملگرو ملتونو هیات ددې انتخاباتو د بی نظمیو په باب تحقیقات کوی د رایو شمیرلو ته ځانونه چمتو کوی . اکثرو کاندیدانو د رایگیرۍ په وخت ددې بې نظمیو په باب شکایتونه کړي دي مگر د ښاغلي کرزي یوه غټ حریف یونس قانونی او څو نورو کاندیدانو موافقه کړې چی ددې تحقیقاتو نه وروسته به د انتخاباتو نتیجې قبولی کړی .

د رای ورکونکو یوه خصوصی سروې دې ته اشاره کوی چی د ښاغلي کرزي کامیابی څرگنده ده .

XS
SM
MD
LG