د لاس رسي وړ اتصالات

جورج دبلیو بش د متحده ایالاتو دری څلویښتم جمهور ریس - 2004-11-03


جورج دبلیو بش د متحده ایالاتو دری څلویښتم جمهور ریس دی جمهور ریس بش په کال نولسوه شپږ څلویښتم کال کی د کنتکت د ایالت په نیو هیون ښار کی پیدا شوی دی . هغه په مید لند او هیوستن تکساس کی غټ شوی هغه خپله لیسانسه په نولسوه اته شپیتم کال کی د یل د یونو ورستی نه تر لاسه کړه وروسته یی د اف یو سلو دوه ډوله الوتکو د پیلوټ په حیث د تکساس په ملی هوایی ډگر کی خدمت کړی جمهور ریس بش خپله ماستری د هارورد د پوهنتون نه په نولسوه پنځه اویایم کی د تجارت په رشته کی واخسته . د لوړو تحصیلاتو د تر لاسه کولو نه وروسته هغه بیرته مدلند ته راغی او په کار بوخت شو وروسته له دی چی هغه په نولسوه اته اتیایم کی هغه د خپل پلار سره د جمهوری ریسات دپاره په انتخاباتی مبارزه کی ډیری هلی ځلی وکړی هغه په نولسوه څلور نویم کی د نوامبر پهاتمه د تکساس د ایالت د گورنر په توگه وټاکل شو ښاغلی بش شپږ کاله د تکساس د ایالت د گورنر په توگه د نده تر سره کړی ده او هلته یی د یوه داسی میانه روه جمهوری غوښتونکی په حیث چی د کورنی او ټولنی پر اساساتو یی باور درلود او خپل مسولیت یی پیژانده د خلکو اعتماد لاس ته راوړ. ، هغه لومړنی گورنر دی چی څلور کاله پر له پسی په خپل ایالت کی گورنر وټاکل شو خو د جمهور ریس په توگه یی د وظیفی هوډ د یو دپاسه دوه زرم کال د جنوری په شلمه نیټه په ځای کړ. هغه د خپلی انتخاباتی مبارزی په لړ کی دا مسایل تر ټولو مهم گڼی . د ماشومانو د بهتره روزلو دپاره دمتحده ایالاتو په ښونځیو کی د اصلاحاتو راوستل، د ملی امنیت د اداری غښتلی کول ، د مالیی را ټیټول ، روغتیای چارو کی خلکو ته د اسانتیاو برابرول ، اجتماعی تعمینات،او په ټولنیزو چارو کی د بیلا بیلو ادارو او موسسو تشویقول. . د جمهور ریس بش ښځه لوره بش نومیږی لوره د مکتب ښونکی وه دوی غبرگونی دوی لوڼی لری باربره او جنه . د بش کورنی یو سپی او یوه پیشو هم لری چی نومونه یی دی . بارنی او اندیا .

XS
SM
MD
LG