د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیخ راشد احمد وایی په امریکا کی د جمهور رئیس بوش بیا انتخابیدل به د امریکا او پاکستان تر منځ د روابطو په لا بهتریدو کی تاثیر ولری  - 2004-11-04


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیخ راشد احمد وایی په امریکا کی د جمهور رئیس بوش بیا انتخابیدل به د امریکا او پاکستان تر منځ د روابطو په لا بهتریدو کی تاثیر ولری . هغه نن په لاهور کی خبر یالانو ته وویل چی پاکستان هیله لری هغه پرابلمونه او ستونزي به چی اسلامی نړۍ ورسره مخامخ ده او په هغو کی د کشمیر لانجه هم شامله ده د ښاغلي بوش په دوهمه دوره کی حل شی . د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا هم وویل چی د کشمیر لانجه یواځی د هند او پاکستان تر منځ لانجه نه ده بلکی د ټولي نړۍ مساله ده او باید چی حل شی .

XS
SM
MD
LG