د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو خلعه سویو مشران ویلي دي چي دوی به کوښښ وکړي چي د ښاغلي کرزي د لوړي مراسم گډوډ کړي. - 2004-12-06


طالبانو گواښ کړی چي د سې شنبې په ورځ به د افغانستان د جمهورریس حامد کرزي د سوگند د مراسمو د جریان په وخت کي حملې وکړي؛ خو د متحده ایالاتو پوځ وایې ددې مراسمو د ساتلو لپاره چمتو دی.

دغه مراسم به په کابل کي په ارگ کي تر سره سي، او د امریکا د جمهورریس مرستیال، ډیک چیني، او د دفاع د وزیر، ډونالد رمزفیلډ په شمول به د نړۍ نور مشران هم گډون پکښې ولري. د امریکا تر قیادت لاندي قواوو د طالبانو ژریم د یو د پاسه دوه زرم کال په اخر کي ځکه راوپرځوی چي طالبانو ونه غوښتل چي د اسامه بن لادن په شمول د القاعده نور مشران متحده ایالاتو ته تسلیم کړي.

د طالبانو خلعه سویو مشران ویلي دي چي دوی به کوښښ وکړي چي د ښاغلي کرزي د لوړي مراسم گډوډ کړي.

د متحده ایالاتو پوځ وایې د امریکا په قیادت د اتیلافي قواوو او د ناتو په مشرۍ د سوله ساتونکو قواووي مځکني او هوایې یونوټونه د هغه پراخ پوځي پلان برخه ده چي د افراطیانو د حملو د مخینوي په غرض ترتیب او چمتو سوي دي.

XS
SM
MD
LG