د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهورریس حامد کرزي رسماً خپله وظیفه اشغال کړه. - 2004-12-07


د ښاغلي کرزي د لوړي مراسم د سې شنبې په ورځ وسول. پدې ترتیب، هغهُ د افغانستان لمړئ منتخب جمهورریس سو. د نورو خارجي مشرانو په شمول، د امریکا د جمهورریس د مرستیال، ډیک چیني، او د ملگرو ملتونو عالي رتبه استازئ، اخضر براهیمي، هم پدغه تاریخي مراسمو کي گدون کړی وو.

ښاغلی کرزی پخپلي وینا کي خبرداری ورکړی چي تروریزم اوس هم افغانستان ته خطرونه مخامخ کړي دي. د طالبانو رژیم په کال ٢٠٠١ کي راوپروځول سو. د طالبانو د رژیم پاتي شوني اوس هم د افغانستان د نوي حکومت پر خلاف خپل مسلحانه بغاوت ته دوام ورکوي.

ښاغلي کرزي، دغه راز، ژمنه وکړه چي د کوکنارو او تریاکو د تولید سره به هم مجادله وکړي، او هم به د ادارې فساد او رشوت رېښې وباسي. ویل کېږي چي په افغانستان کي افراطیان د مخدره موادو له عاید خڅه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG