د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلی یونس قانونی  د نوی افغانستان په نوم د خپل سیاسی حزب اعلان کړیدی. - 2004-12-25


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزئ وایی ده د خپل غټ او مهم حریف نه غوښتي دي چی مخکی له دې چی د اپریل په میاشت کی پارلماني انتخابات وشی یو ملی سیاسی گوند جوړ کړی .

ښاغلي کرزي لږ وروسته له هغه چی پرون یې د خپلي نوي کابینې د لوړی مراسم اجرا کړل خبر یالانو ته وویل چی دئ به خپله کوم گوند جوړ نه کړی . مگر هغه وویل چی یونس قانونی ته یې چی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی یې حریف و ویلی دي چی که د ملی غوښتنو مطابق کوم گوند جوړوی نو په دې کار کی به مرسته ورسره وکړی .

ښاغلي کرزي وویل چی که داسی گوند موجود نه وی نو په افغانستان کی به سیاسی گوندونه په قومی ، ولایتی او ژبني گوندونو بدل شی . هغه وویل چی دده ملک به دې کار ته اجازه ورنه کړی .

ښاغلي قانوني لا تر اوسه د ښاغلي کرزي په دې تبصرې باندی څه نه دی ویلی

XS
SM
MD
LG