په پاریس کی د فرانسی خارجه وزیر میشل بغنیی وایی دی د لیبغه سیان د ورځپاڼی د ژورنالستی په باب اندیښنه لری چی د چهار شنبې په ورځ په بغداد کی د خپل عراقی تر جمان سره یو ځای تری تم شوی دی .
ښاغلی بغنیی یوه خبریال ته وویل نن وویل چی هیڅ څوک نه پوهیږی چی خبره څه ده او په فلوغنس اوبناس او د هغه په ترجمان حسین هانون ال سعدی دواړو څه چل شوی دی.
پیغله ابیونس چی یوه تجربه کاره خبریاله ده دری اونی مخکی بغداد ته راغلی وه دهغی په ورکیدو د هغو دوه تنو نورو فرانسوی ژورنالستانو د تښتولو خبره ټولو ته ور په یاد شوه چی تیر کال په بغداد کی د څلورو میاشتو دپاره یرغمل نیول شوی و. د خوشی کیدو نه وروسته دی ژورنالستانو ویلی وو چی عراق د بهرنیو ژورنالستانو دپاره خورا خطرناکه ځای دی .