د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان یوعالی رتبه مامورد افغانستان د حکومت د برتانوی سلاکارقاتلان غندلی دی - 2005-03-09


د افغانستان یوعالی رتبه مامورد افغانستان د حکومت د برتانوی سلاکارقاتلان غندلی دی اوهغه یید حکومت او بشریت دښمنان بللی دی. د کلیو د بیا رغوونی اوپراختیا وزیرحنیف اتمر وویل د بل موټرنه په ستیومک وین باندی ډزی چه د دوشنبی په ورځ ناوخته په کی ووژل شو، ښیی چه د هغه د قتل پلان سنجول شوی و، خو دا لا نده معلومه ولی یی وژلی دی. مک وین، د وړو پورونو پروگرام چلاوه چه زرگونو کوچیانو، کونډو، معیوبو اومعلولو او اړو کورنیو ته یی پورونه ورکول. ټاکل شوی وه چه په راتلونکو میاشتوکی کروندگروته پورونه ورکړی چه د کوکنارو د کر نه لاس واخلی. د مک وین د وژلو نه وروسته په کابل کی اوسیدونکوغربیانوته وویل شول په خپل ځان دی پام کوی اوکه ډیره ضروری نه وی، نود شپی دی چیری سفر نه کوی. افغانی مقاماتو ژمنه کړیده چه د خارجی کارگرانو د امنیت د ساتلو دپاره به نور اقدامات وکړی.

XS
SM
MD
LG