د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا  به  افغانستان  په نیمه لار کی نه پریږدی - 2005-03-17


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندولیزا رایس وایی واشنگتن به په داسی حال کی د افغانستان ملاتړ وکړی چی دغه ملک ددی کال په اخر کی پارلمانی انتخاباتو ته ځان چمتو کوی. هغی په کابل کی دا وینا وروسته له هغه چی د جمهور ریس حامد کرزی سره یی وکتل وکړه. حامد کرزی وویل چی پارلمانی انتخابات به د می د میاشتی پرځای د سپتامبر په میاشت کی وشی. ښاغلی کرزی په گډ خبری کنفرانس کی دا هم وویل چی ددی ځنډ علت تخنیکی مشکلات دی . میرمن رایس په افغانستان کی د ‏ دیموکراتیک پرمختگ د بل پړاو دپاره د امریکا د مرستو او ملاتړ وعده وکړه. هغی وویل چی امریکا ته اوس دا معلومه شوی چی افغانستان به په نیمه لار نه پریږدی . لکه څنگه چی یی په ١٩٨٩ کال کی کله چی د شوروی اتحاد قواوی د افغانستان نه ووتلی دا کار وکړ. میرمن رایس نن د پاکستان نه کابل ته ورسیده. افغانستان هم د هغی د شپږو اسیایی هیوادو په سفر کی شامل و.

XS
SM
MD
LG