د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس بش  په فلوریډا کی په دماغی ناروغئ اخته یوی ښځی د ژوند د دوام دپاره په یوی اضطراری  قانون باندی امضا کړیده. - 2005-03-21


جمهورریس بش په فلوریډا کی په دماغی ناروغئ اخته یوی ښځی د ژوند د دوام دپاره په یوی اضطراری قانون باندی امضا کړیده. ددغی ښځی نه د خوړو پایپ دری ورځی وړاندی لری کړی شوی وو. جمهووریس بش لخوا د امضا کیدو نه وړاندی د امریکا کانگرس د دغه نوی قانون منظوری ورکړی وه. په دغه مسله باندی تر یکشنبی تر ماښامه ډیر بحثونه شوی وو.

ددغه نوی قانون له مخی په فلوریډا ایالت کی محکمی ته امر شویدی چی ددغی ناروغی ښځی د مور پلار هغه غوښتنه ومنی چی غواړی ددوی لور ته د باید د خوړو پایپ بیرته ولگول شی. ترڅو ددی ژوند نور هم دوام وکړی.

جمهورریس بش ویلی دی چی دی ددغه کار ملاتړ ځکه کوی چی دی سره ددوی په قول زمونږ ټولنه ،زمونږ قوانین او محکمی باید د ژوند په طرفدارئ گام واخلی.

دغه مریضه چی د ډیر وخت نه د ژوند او مرگ په کشمکش کی گیره ده ، او ډاکټران وایی چی ددی د بیرته رغیدو امکانات نشته.

XS
SM
MD
LG