د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلافي قواوو د افغانستان او پاکستان د گډ سرحد په اوږدو کي جدي او پراخ پوځي عملیات کړي دي.  - 2005-04-21


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی ائتلافی قواو د خوست په ولایت کی په یوه جگړه کی لږ تر لږه ١٢ یاغیان وژلي دي . په یوه نظامی بیانیه کی چی نن خپره شوې ویل شوي دي چی جگړه پرون هغه وخت شروع شوه چی یاغیانو د امریکا په یوې نظامی اډې باندی راکټونه فایر کړل او عسکرو یې د توپونو په ډزو او هوایی حملو جواب ووایه . د ائتلافی قواو د تلفاتو په باب څه نه دي ویل شوي . دا جگړه په افغانستان کی چی د امریکا په مشري په زرهاو عسکر د طالبانو او القاعده د مبارزینو ځپلو ته دوام ورکوی ډیره سخته او خونړۍ بلل شوې ده . د طالبانو جنگیالیو او د هغوی طرفدارانو تر اوسه په ټیټه سطح حملو ته دوام ورکړی دی . مگر امریکایی قوماندانان وایی چی د نظامی عملیاتو په مقابل کی او د افغان حکومت د روغی جوړی د پیشنهاد په وجه د یاغیانو زور کم شوی دي.

XS
SM
MD
LG