د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا فوځی مقامات وایی چی په شرقی افغانستان کی په یو جگړه کی دوه امریکایی فوځیان او قریب درویشت یاغیان وژل شویدی. - 2005-05-09


په افغانستان کی د امریکا فوځی مقامات وایی چی په شرقی افغانستان کی په یو جگړه کی دوه امریکایی فوځیان او قریب درویشت یاغیان وژل شویدی. نن دغو مقاماتو وویل چی جگړه هغه وخت پیل شوه چی امریکایی عسکرو د جلال اباد په شمال شرقی علاقه کی د یاغیانو د یوی ډلی پل پسی واخیست. امریکایی عسکرو وروسته بیا دالوتکو مرسته وغوښتله. په عین حال کی داسی ښکاری چی پالیسئ د تغیر له مخی د افغانستان د روغی جوړی مستقل کمیسون اعلان وکړ چی د طالبانو د پخوانی مشر ملا محمد عمر او پخوانی صدراعظم گلبدین حکمتیار ته به د روغی جوړی په عملیه کی گډون وکړی ،هرکلی وویل شی. دغه دواړه کسان چی امریکایی لټون کاوه پخوا داسی فکر کیده چی هغوی د جمهورریس حامد کرزی د عفوی په تجویز کی داخل نه دی. مگر د روغی جوړی د کمیسون مشر صبغت الله مجدد ی نن په کابل کی خبریالانو ته وویل دروغی جوړی ا وپخلا کیدو لار ټولو افغانانو ته چی د جمهورریس واکمنی او د ملک نوی اساسی قانون منی خلاصه ده. مگر کله چی امریکا غږ د جمهورریس حامد کرزی دفتر او په سیمه کی د امریکا د فوځی مقاماتو سره تماس ونوی ،هغوی ددغو دواړو باره کی د پالیسئ بدلون تاید نکړ.

XS
SM
MD
LG