د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په پائتخت کابل کې دوچاودونو چې دناټوسوله ساتونکی ئې هدف ؤ ،اوه تنه ملکی افغانان زخمی کړیدی .  - 2005-05-31


دافغانستان په پائتخت کابل کې دوچاودونو چې دناټوسوله ساتونکی ئې هدف ؤ ،اوه تنه ملکی افغانان زخمی کړیدی . پولیسو نن ددوشنبی په ورځ وویل،د پائتخت شرق پلو دابم دعمومی سرک په غاړه په یوه درول شوی بائسکل پوری تړل شوی او دلیری کنټرولولو وسیلی په ذریعه بم هغه وخت وچول شو چې دناټوترمشرۍ لاندی له سوله ساتونکو نه ډک موټر له هغه ځایه تیریده . په سوله ساتونکو کې هیڅوک ژوبل شوی ندی ،مگر دی چاودنی په ټکسی موټر کې سپاره څلورتنه او دری ملی کسان ژوبل کړیدی . دناټو دقوی یوه نطاق وویل، لومړۍ چاودنی نن ددوشنبی په سهار لمر څړیکی نه دمخه په کابل کې ددغې قوی قرارگاه ته ټکان ورکړ،مگر مرگ ژوبله پکې نه ده شوی . خبرونه وائې، داچاودنه دیوه راکټ په ذریعه شویده . دهفتی په پای کې پنځه تنه ملکی خلک هغه وخت ووژل شول چې مینی بس ئې دنیمروز په ولایت کې له ځمکنی مائن سره ولگید . ددی حملو مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستی .

XS
SM
MD
LG