د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د حکومت یو طرفدار قوماندان وژل شوی دی - 2005-06-03


افغاني مامورین وایی چی د حکومت د طرفداري ملیشې یو قوماندان د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی وژل شوی دی . ویل کیږی چی دا حمله د یاغي طالبانو کار و . مامورین وایی دغه قوماندان چی شادی خان نومیده نن د هلمند په ولایت کی کله چی یې موټر په بم تیر شو او بم وچاود ووژل شو . د رویتر خبری آژانس وایی چی هغه پخوا د دیشو د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان و . لدینه څو ساعته مخکی یو بل حکومتی مامور هم د زابل په ولایت کی په یوه پټه حمله کی وژل شوی و . په دې وروستیو هفتو کی په افغانستان کی د ساړه ژمی د تیریدو نه وروسته تشدد او جنگ جگړې زیاتی شوی دي او په افغانی قواو او د امریکا په مشری ائتلافی قواو باندی سر په سر حملې کیږی .

XS
SM
MD
LG