د لاس رسي وړ اتصالات

آینده افغان انتخابات د اوباما د ستراتیژئ یوه ستونزه


په افغانستان کی د اسد د ۲۹مې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی ډېرو زیاتو کاندیدانو برخه اخیستې ده، خو داسی گڼل کیږی چی یوازي دوه تنه کاندیداند جمهوریس حامد کرزي سرهسیالي کولای شی. دغه انتخابات په داسی حال کی د جمهوریس بارک اوباما حکومتد ستونزو سره مخامخ کوی چی هغهپه افغانستان کی د خپلی نوي ستراتیژید عملی کولو کوښښونه کوی.

کله چی جمهوریس حامد کرزی په کال ٢٠٠١ کی بین المللی ټولنیقدرت ته ورساوه نو هغه ته په تیره بیا متحده ایالات په د ې تمه وه چی د طالبانو له سقوط څخه وروسته به د افغانستان د اینده دپاره ډېر زیات کارونه وکړی.

اوس چی ښاغلي کرزي بیاد جمهوری ریاست دپاره ځان کاندید کړی دی نو دغی وضع ډېر زیات تغیر کړی دی. طالبان، چی یو وخت فکر کیدی یوه ماتې خوړلې ډله ده ، اوس بیرته د یاغیانو یوه زوروره ډله ده .اوس ډېر زیات کسان فکر کوی چی ښاغلی کرزید یوه فاسد حکومت جمهوریس دی. د رینډ د تحقیقاتی موسسې یوه څیړونکې نورا بن ساحل وایی.

ډېر زیات افغاناند کرزي حکومت ته د یوې فاسدی ادارې په سترگه گوری. که دغه افغانان پخپله کرزی شخصا ددغه اداری فساد مسول بولي او کنه ، زه فکر کوم چی د افغانستان ډېر زیات خلک په د ېعقیده دي چی اوس د تغیر وخت را رسېدلی دی. او خلک اوس هغو کسانو ته چی ځانونه یې د جمهوری ریاست دپاره کاندید کړي دی غوږ نیسی.

د بین المللی بحران د ډلي د تحقیقاتی موسسې یوه څیړونکې کانډېس رونډیکس واییاوس د متحده ایالاتو حکومت په دوو کی گیر دی ځکه چی د افغانانو په نظر متحده ایالات او ښاغلی کرزی سره تړلي دي.

د روان کال په سر کید ښاغلي کرزي پر حکومت باندی دسپینی ماڼۍ د ډېرو زیاتو انتقادونو څخه دا څرگنده سوه چید متحده ایالاتو حکومت د کابل د حکومت له کارونو څخه ناراض دی. مگر دوی ځکه ددغه راز انتقادونو د دوام او سختولو څخه ځان وژغوره چی خلک د کرزي د حکومت ناکامي د متحده ایالاتو ناکامی بولياو وایی چی د متحده ایالاتو حکومت باید د کابل پر حکومت باندی زور اچولای وای چیهر څه یې شفاف او صاف وی ، هر سوال ته جواباو حساب ورکړای سیاو داسی موسسات یې فعال کړی وای چی د افغانستان خلکو ته یې مسولیت درلودلای.

د دفاعی چاروپه پوهنتون کی د ملی امنیت د مطالعاتو استاد لیری گوډ سن وایید کرزي او د امریکا د حکومت تر منځ اړېکید څه وخت راهیسی خړ پړ دی، مگر دده په عقیده د اوباما حکومت تر اوسه پوری په دې نه دی قادر سوی چی د کرزي عوض پیدا کړی.

زه فکر کوم چی د کرزي او د اوباما د حکومت اړېکی ډېر ښه نه دی مگر زه فکر نه کوم چی هغوی په د ېپوهېږی چی څوک به تر ده ښه کار وکړای سی او یا به د ازادو او عادلانه انتخاباتو دپاره لاره هواره کړای سی. زه وایم که چېری څوک غواړی چی د کرزي پر ځای دی بل څوم راسی نو باید چی کرزی د انتخاباتی مبارزې له میدان څخه وایستل سی.

انتخابات په داسی وخت کیږی چید اوباما حکومتدافغانستان دپاره نوې ستراتیژی طرح کړې ده .د نوي ستراتیژي هدف د پخوا په خلاف چید ٢٠٠١ راهیسی یوازي د ټروریزم پر ضد عملیات وه اوس دټولو یاغیانو د له منځه وړلو خواته متوجه ده . ددې ستراتیژی د عملی کیدلو دپاره هم د متحده ایالاتو د پوځیانو زیاتووالي او هم د افغانستاند پوځیانو او پولیسو ښې روزني ته ضرورت دی. د کال ٢٠٠١راهیسی چی متحده ایالاتو افغانستان ته پوځیان لیږلي دي د جولای میاشت د هغوی دپارهتر ټولو خونړی میاشت وه.

څېړونکي واییچی ښاغلي کرزي هم د انتخاباتی مبارزېد گټلو او بیا جمهوریس کیدلو دپاره د محلی جنگ سالارانو سره روغي جوړي کړي دی. کانډېس رونډیکس وایی دا پوره څرگنده نه ده چی هغه به خپلی ژمني پر ځای کړیاو دا په اینده کی د متحده ایالاتواو د هغه د متحدینوپر پوځی عملیاتو باندی بده اغیره کولای سی. څیړونکې کانډیس رونډیکس وایی.

کرزي چی د جنگ سالارانو سره هر ډولمعاملې کړي هغه یې ټولیپټی کړي دی. موږ به یو کال یا دوه کاله وروسته ددغو پټو معاملو په اثر پوهیږو. هغه دغه معاملې په هلمند او کندهار کی، چی یاغیانو یې کنټرول په لاس کی اخیستی دی او حکومت تر بل هر ځای کمزوری دید رایو د ترلاسه کولو دپاره کړي دي.

که څه هم چی ښاغلی کرزی د متحده ایالاتو ملگری دیخو د انتخاباتی مبارزې په جریان کی دې خبری ته ډېره زیاته اشاره کړې ده چی د متحده ایالاتو د بمباریو په اثر ملیکان ته ډیر زیات تلفات رسیدلی دی. لیری گوډ سن واییچی ښاغلی کرزی اودهغهسلاکران فکر کوی چید متحده ایالاتو څخهځان لیری ښکاره کولپه اوسوخت کی ښه سیاست دی.

هغه د امریکا او د لوېدیځ پر ضد تبلیغات کوی او زه فکر کوم چی دا کار هم په ریښتیا او هم د سیاسی گټی دپاره کوی.زه په دې عقیده یم چی کله پر یوه کلي باندی په تصادفی توگه او یا د هر علت له مخی چی وي بمباري کیږی او کلیوالو ته تلفات رسیږی نو هغهخوابدی کیږی. مگر زه په عین وخت کی فکر کوم چی دا د هغه لپاره په سیاسی لحاظ یو هوښیار اقدام دی چی دغه راز حملې وغندی او یا خپله ناخوښی وښیی.او دی او د جمهوری ریاست په ماڼۍ کی د ده سلاکاران او متحدین په دې حقیقت پوهیږی چیددغه راز تبلیغاتو څخه ښه ټه اخیستلای سی.

ډېر څیړونکي فکر کوی چی ښاغلی کرزی به د انتخاباتی مبارزې میدان وگټی. مگر یو څلوېښتو کاندیدانو ته ماته ورکول هم څه اسانه کار نه دیاو پخوانی خارجه وزیر عبدالله عبدالله اودمالیې پخوانی وزیراشرف غني د ده ډېر ټینگ رقیبان دي نو داسیفکر کیږی چی احتمال لری دوهم ځلی رایه گیری به وسی.

XS
SM
MD
LG