د لاس رسي وړ اتصالات

سالنگ کی د بس او ټانکر ټکر ٣٥ تنه ووژل


د شمالي سالنګ د تخته پل په سيمه كې د يوې ترافيكي پيښې له امله پنځه ديرش تنو مسافرو خپل ژوند له لاسه وركړى، د سورلۍ دغه بس له شپږو نورو وړو موټرو سره هغه وخت هم ټكر وكړ چې بريك يې كار ونه كړ.

د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ ولسوال فضل الرحيم وايي چې په دغه بس كې اته ويشت هغه سورلۍ وې چې له ايران څخه يې خپل كورونه رابار كړي وو او خپلو سيمو ته تلل، هغه وايي چې ماشومان، ښځې او سپين ږيري هم په دغه حادثه كې وژل شوي دي.

د خنجان ولسوال وايي چې له ټكر وروسته بس اور اخيستې او په كې سواره كسان ټول سوځيدلي دي، هغه زياتوي چې ددغو سورليو د جسدونو يوازې ايرې پاتي دى.

د سيمې پوليس وايي چې په دغه ترافيكي حادثه كې پنځه ديرش تنه وژل شوي دي، پوليس وايي چې راستنيدونكو مهاجرو په موټر كې د ګازو ډبې هم باركړې وې، افغانستان ته د ګازو ډبې له ايران څخه واريديږي چې له ګازو هم ډكې وي.

د پيښې يو تن عيني شاهد حبيب الرحمن وايي چې د سورلۍ بس لمبو په سرا خيستې و او هيڅوك يې خواته نه شو ورنزدې كيداى هغه وايي چې يوازې څو تنو مساپرو په ستلونو كې اوبه اخيستې او پر اور يې شيندلې.

د سيمې خلك بيا موټروانان د موټر چلولو پر وخت په نيشه كولو تورنوي او وايي چې زيات شمير موټروانان چرس څكوي.

دوه تنه عبدالله صافى او قدرت الله عادل وايي: "دغه موټروانان چې د كندوز كابل او يا د مزارشريف كابل پر لويه لار سورلي چلوي هغوي ته د سفر پر وخت د چرسو نيشه عادي ښكاري خو اكثره وخت نيشه موټروانان ترافيكي حادثې كوي".

عبدالله دا هم وويل چې موټروانان يو له بله مخكې كيږي او سيالي كوي چې په دغه وخت كې هم د ترافيكي حادثو د رامينځته كيدو امكانات زياتيږي.

قدرت الله بيا وايي چې د لويو بسونوموټروانان له ترافيكي قوانينو سرغړونه كوي او د سفر په وخت كې نيشه كوي چې په نتيجه كې يې ترافيكي پيښې زياتيږي.

دكندوز يوتن تر افيك وايي چې د سركونو كم بري او د موټروانانو د زيات سرعت له امله هر وخت په هره سيمه كې تر افيكي پيښې رامينځ ته كيږي.

دغه ترافيك چې خپل نوم يې بشير وښوده ويل يې چې اكثر خلك د ترافيكو په قانون نه پوهيږي په واسطو او يا هم د دوه زره افغانيو په بدل كې په غيرقانوني توګه د موټر چلولو جواز ترلاسه كوي، چې اكثر دغه خلك ترافيكي پيښې كوي.

دكندوز موټروانان وايي چې ترافيك زيات وخت د پيسو په بدل كې هر چاته د موټر چلولو لايسنس وركوي.

XS
SM
MD
LG