د لاس رسي وړ اتصالات

سورصلیب: د چاودنو له امله ملکي تلفات زیات شوي


د سره صلیب نړېواله خیریه موسسه وايي چې په افغانستان کې د سړک د غاړې د مخ پر زیاتیدونکو بمونو په نتیجه کې ډیر افغان ملکي کسان ټپي او وژل کیږي.

دغې موسسې نن د پنجشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی او په کښي راغلي دي چې د کندهار د ولایت په یوه روغتون کې د ۲۰۱۰ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ملکي کسانو دومره دغه پېښې ثبت شوي دي چی د تیر کال د همدغو دوو میاشتو په مقایسه ۴۰ په سلو کې زیاتي دي. او د هغې نه د راوروسته میاشتي یعني مارچ شمیر هم زیات دی.

یاد شوي روغتون تر دغه دمه ۵۱ کسان تداوي کړي دي.

د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی د طالبانو پرضد د جګړې د شدت سره اړه لري.

د ملګرو ملتونو په یوه ریپوټ کې راغلي چې په ۲۰۰۹ کال کې ۲۴۱۲ ملکي کسان وژل شوي دي چې دغه شمیره د ۲۰۰۸ کال په مقایسه ډیر زیات دی.

دغه سازمان وايي چې زیات شمیر ملکي کسان د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG