د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې دوه مشکوک ځانمرگي وژل شوي


(عکس: AP) د افغانستان د حکومت یو مامور وایي چه امنیتی قواو دهلمند په ولایت کی نن دوه سړي چې ځانونه یی ځان وژونکی حملې ته جوړول وژلي دي.

دهلمند دولایت یوه ویاند داود احمدی وویل دغو دوو حمله کوونکو کوښښ وکړ چه په لشکرگاه کی هغه ودانئ په بم والوزوی چې د نړیوال انکشاف او خیریه مرستو، یوه امریکایی موسسه په کی دفتر لري.

خو مخکی ددی نه چه خپل بم وچوی ،امنیتی محافظانو پری ډزی وکړی او حمله کوونکي یی ووژل. خو تراوسه معلومه نه ده چه ایا نو رڅوک هم مړه اویا زخمیان شوی دی او که نه.

له بل پلوه دسه شنبی په ورځ حکومتی مقاماتو اعلان وکړ چه قندهار ته به تر زرو نه زیات پولیسان ولیږی.دا اعلان وورسته له هغه نه کیږی چه طالبانو دشنبی په ورځ څو منظمی حملی وکړی او پنځه دیرش کسان یی ووژل.

طالبانو ویلي وؤ چه دغه حملی یې ددی لپاره وکړی تر څو په افغانستان کی د ناتو عمومی قواماندان ته خبرداری ورکړی .

ناتو غواړی چې د طالبانو په خلاف په قندهار کی خپل غټ نظامی عملیات شروع کړی.

د سه شنبی دورځی د مرگ ژوبلی په برخه کی ، دبریتانیی ددفاع وزارت اعلان وکړ چه دوه تنه عسکر یی دهلمند دولایت دموسی قلا په اولسوالئ کی په یوه چاودنه کی وژل شوی دی. خو ددغی چاودنی علت معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG