د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي خبرو ډیر ملکونه حیران کړي دي


د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزی وروستیو خبرو په واشنگټن او نورو پایتختونو کې د خطر زنگ وهلی، چارواکي او تحلیل کوونکي یې حیران کړي دي.

د لویدیځ په خلاف د کرزي شفاهي انتقاد اندیښنی او حیرانتیا پیدا کړیده. ولې ښاغلی کرزی، د خلکو خبره، په خپلې روزئ کې لغته وهي؟

ښاغلې کرزی دافغانستان لپاره دملگروملتونو داستازی پخوانی مرستیال گالبریټ پخپلو هغو انتقادونو کې چې په انتخاباتو کې دټگی برگی په باب ئې کول، په گوته کړچې په عمومی توگه اکثره وخت اوریدل شویدی.

گالبریټ دغه نظر رد کړ چې هغه د انتخاباتو په ټگۍ برگۍ کې لاس لاره چې ښاغلې کرزی ته ئې گټه ورسوله.

ښاغلی گالبریټ وايي، افغان مشر د لویدیځ له فشار نه پوزی ته راغلی دی چې وايي، خپل حکومت له اداری فساد نه پاک کړی. ښاغلې گالبریټ وايي:

د تل په شان دا دکرزی لوبه ده . دا ټول د حامد کرزی په باره کې دی چې غواړی په قدرت کې وی. همدا علت دی چې دهغه مامورانوچې بی له شکه دهغه دمعلوماتو او ملاتړسره و، په انتخاباتو کې ټگی برگی کړیده. هغه دملگرو ملتونو او دپخوانی جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش په وخت کې دامریکا سره ښه روابط درلودل ځکه چې هیچا دهیڅ شی په باره کې له هغه نه پوښتنه نه کوله. مگر اوس جمهوررئیس براک اوباما له هغه پوښتنه کوي. د هغه دا نه خوښیږی او لفظی گوزار کوي.

حامد کرزی یوازینی مشر دی چې له طالبانو نه وروسته په افغانستان کې شهرت لری. هغه تیرکال د دویمی پنځکلنی دوری جنجالی انتخابات وگټل .

د افغانستان لپاره داروپائې اتحاد پخوانی استازی فرانسسک ویندریل چې جمهوررئیس ښه پیژانی ، وايي، ښاغلې کرزی له هغه څه نه ډیر فرق کړیدی چې لویدیځوملکونو دیودپاسه په دوه زرم کال کې دطالبانو دراپرزولو نه وروسته په اساسی توگه هغه دافغانستان دمشر په حیث قدرت ته ورساوه. ښاغلې ویندریل وايي:

موږ باید دا خبره په یاد ولرو چې هغه په قصر کې منزوی شویدی چې له هغه نه غوړمالان راچاپیره دی چې هغه څه ورته وايي چې دوی فکرکوی چې په اوریدو ئې خوښیږی. او که هغه په یوخاص حالت کې وی نوبیا دوی ټول ددی ډاډ ورکوی چې په همدی وضعیت کې پاتی شی او دلیلونه راوړی چې ولی هغه باید دومره سخت وی. زه فکرکوم چې ځینی وخت هغه لیونی ښکاره کیږی. مگر ځینی وخت ډیر پسد معلومیږی چې کوښښ کوی وښئ چې څومره داوسنی سرحد نه په اخوا گام ایښودلی شی.

مگر نور څارونکی فکرکوی چې ښائې له شخصی خپگان نه په اخوا نور څه وی. جمهوررئیس لاد پخوانه دپخوانی صدراعظم گلبدین حکمیارپه مشری د یاغی ډلی سره خبری پیل کړید او ویلی دی چې لږترلږه دځینو طالبانوسره غواړی چې د پخلا کیدنی خبری وکړي.

د امریکا د حربی پوهنځی استاد لاری گوډسن وايي، ښاغلی کرزی کوښښ کوی چې دهغې ورځی په پیشگوی سره چې امریکا او ناټو ئې نور ملاتړنه کوی،دخپل ځان او غربیانو ترمنځ یوڅه فاصله ونیسی. ښاغلې گوډسن وايي:

زه فکرکوم چې په واقعیت کې هغه رښتیا کوښښ کوی چې خپل ځان دمخالفینو او دلویدیځ ترمنځ واقع کړی چې ملامتی په لویدیځ واچوی، پدی پوهیږی چې لویدیځ دجمهوررئیس براک اوباما دویست پوائنټ د وینا په اساس لا پخوا وعده کړیده چې ټولی دغه قواوی دیو ځاص وخت لپاره ځای په ځای کوی.

گوډسن وايي، ښائې چې ښاغلی کرزی په فشار راوړلو باندی خواشینی شوی وی. مگر هغه زیاتوی چې که ددی چانس وی چې د افغانانو زړه او فکر دحکومت په لور راوړل شی چې دبغاوت ضد په برخه کې مرکزی اهمیت لری نو امریکا چندانی انتخاب نلری مگر بی لدی نه چې په هغه فشار راوړی چې اداری فسا د ورک کړی. ښاغلې گوډسن وايي:

ځکه نو باید کوښښ وکړو چې دحکومت په مشروعیت کې ښه والی راشی چې ددی معنئ دا ده چې داداری فساد په باره کې په هغه باندی فشار راوړوکه څه هم چې موږ ددی چانس نلرو چې هغه دی ته راولو چې واقعآ بدلون پکی راولو. او حتی که هغه ددغه کار دکولو مستحق نوی نو موږ باید پدی باره کې څه وکړو. زما مطلب دادی : دیوې لحظی لپاره تصور وکړی : موږ کرزی پخپله شخصآ په فاسد کې ونیو . نو بیا څه ؟

د اروپائې اتحاد پخوانی استازی ویندریل دا منی چې مشکله ده فشارراوړل نتیجه ورکړی ځکه چې افغان مشر پدی ښه پوهیږی چې دامریکائې عسکرو دسمدستی ایستلو گواښ به تشی خبری وی. مگر دی وايي، دفشار راوستلو نوری لاری هم شته لکه قبائلی مشرانو ته دسبسیډیودورکولواو دهغې بودیجی بندول دی چې جمهوری ریاست مقام ته ورکول کیږی. ښاغلئ ویندریل وايي:

یولړشیان دی چې کیدای شی هغه قطعه شی چې په شخصی توگه هغه ورنه نفرت لری، پدی کې په تصادفی توگه خارج ته رسمی سفرکول شامل دی، زما مطلب لویدېځ ته سفرکول دی.

ټاکل شوی چې ښاغلې کرزی بله میاشت واشنگټن ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG