د لاس رسي وړ اتصالات

نن د سه  شنبی په سهار لس کم دریو بجو د افغانستان  شمال ختیځی سیمی  سختی زلزلی ولړزولی


نن د سه شنبی په سهار لس کم دریو بجو د افغانستان شمال ختیځی سیمی سختی زلزلی ولړزولی وروستی راپورنه وایی چی د پاکستان او افغانستان په سرحدی سمیو کی لږ تر لږه ١۴ تنه ژوبل شوی او د خلکو کورنه هم نړیدلی دی. د امریکا د زلزله سنج د اداری له مخی ددغی زلزلی شدت د د ریکټر په میچ شپږ عشاریه اووه درجی ښودل شویدی. چی مرکز یی د افغانستان د هندوکش غرونه دی. د افغانستان او پاکستان دولتی مقامات وایی چی دا زلزله ډیره ژوره د زمکی لاندی راغلی او د زلزلی مرکز د نیزدی سیمی ډیره نفوس هم نه لری نو ځکه دوی د ډیرو زیاتو تلفاتو اټکل نه کوی ددغی زلزلی ټکانونه د پاکستان په شمالی او د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی کشمیر کی هم احساس شویدی. همدغه منطقی دوه میاشتی وړاندی یوی سختی زلزلی لړزولی وی . چی په نتیجه کی قریب اتیا زره خلک مړه شوی وو. د همدی د اتم اکتوبر د زلزلی دلاسه پاکستان کی قریب دری میلونه خلک بی کوره شوی هم دی.

XS
SM
MD
LG