په فراه ولایت کې افغان امنیتي مقامات وایي چې ددې ولایت پخوانی امنیه قوماندان عبدالجلیل بختور، د طالبانو سره یوځای شوی دی.
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب، ویلي دي چې دغه متقاعد جنرال د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوایي ۲۱) د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو سره یوځای شوی دی.
د فراه ولایت د والي ویاند د امریکا غږ ته وویل چې دغه شخص هیڅ ډول پوځي او دولتي تجهیزات نه درلودل.
عبدالجلیل بختور د افغانستان د ولسي جرګې په مخکنیو ټاکنو کې ځان د فراه ولایت نه کاندید کړی و، خو بریالی نشو.
عبدالجلیل بختور د فراه ولایت د ولایتي شورا د پخواني رئیس فرید بختور، پلار دی. فرید بختور تیر کال په فراه کې د ملي پوځ د هلیکوپتر د لویدلو په پیښه کې مړ شوی دی.
د عبدالجلیل بختور بل زوی مسعود بختور، همدا اوس د فراه و والي د مرستیال په توګه وظیفه اجرا کوي.
د طالبانو ډلې هم په ټولینزو رسنیو کې د یو پیغام په خپرولو سره ددې ډلې سره د عبدالجلیل بختور د یوځای کیدو خبر ورکړی دی.