د لاس رسي وړ اتصالات

هغه کس چې مړ اعلان شوی و، ژوندی راووت


دا تصویر د دغې پېښې نه دی

د هند په مرکز نوي ډهلي کې ډاکټرانو یو کس له هغه وروسته مړ اعلان کړ چې په یوې ترافیکي پېښې کې په سخت حالت کې دولتي روغتون ته انتقال کړل شو.

د ډاکټرانو له معاینانو وروسته دا «مړی» د روغتون په سړې خونې «یخچال» کې کېښودل شو. خو خپلوان یې له هغه ورسته هک حېران شول چې «مړی» یې ولیده ساه اخلي او لا هم ژوندی دی.

د روغتون سرطبیب راجندر کمار ویلي دي چې دوی دا کس معاینه کړی و او د ژوند هېڅ نښې نښانې یې په کې ونه لیدلې.

وايي ډاکټرانو له معاینې وروسته پولیسو ته احوال ورکړ او دا کس، چې نوم یې شري کیش کمار دی، شپږ ساعته په سړې خونې کې وساته.

خو کله چې د هغه خپلوان او پولیس چارواکي راغلل، چې د عدلي طب ځینې مراحل ترسره کړي او مړی ترلاسه کړي، پوه شول چې هغه ژوندی دی او ساه اخلي.

د روغتون چارواکي وايي چې دغه ۴۵ کلن سړی اوس د کوما په حالت کې تر درملنې لاندې دی.

پولیس چارواکي په دې اړه هم پلټنې کوي چې ایا ډاکټرانو هغه په تېروتنې سره «مړ»‌ اعلان کړی که نه؟

XS
SM
MD
LG