د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی په چاودنه کې ټپي شوی


په دې وروستیو اونیو کې په ننګرهار کې امنیتي پیښې زیاتې شوي، چې له امله یې په دغه ولایت کې ملکي تلفات هم زیات شوي.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د غړي افتخار مومند پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې خپله مومند ټپي شوی، یو ساتونکی یې وژل شوی او یو بل ساتونکی یې زخمي دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه نن سهار نهه بجې د کامې ولسوالۍ ته پر غځېدلي سرک 'ترۍ' سیمه کې د سرک غاړې د ماین له امله شوې ده.

نوموړي وویل چې د مومند ټپونه سرسري دي او د ننګرهار مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د پېښې یو عیني شاهد احمد الله امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د سرک یوې څنډې‌‌‌ ته ځای پر ځای شوی ماین له امله شوې ده.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا یا کومې ‌‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ننګرهار کې په دې ورستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي دي.

تېره ورځ هم د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې غبرګو چاودنو کې د بهسودو ولسوالۍ جنايي مدیر ووژل شو او د پولیسو په ګډون یو شمېر کسان پکې زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG