د لاس رسي وړ اتصالات

د چارمغز ګرځنده کتابتون بیا په کابل کې فعال شو


د چار مغز سیار کتابتون
د چار مغز سیار کتابتون

یو ګرځنده کتابتون چې په بسونو کې د بې سرپرسته ماشومانو ښوونځیو او پالنځایونو ته کتابونه وړي، د طالبانو تر واکمنیدو وروسته یو ځل بیا په کابل کې خپل فعالیت پیل کړ.

دا کتابتون د یکشنبې په ورځ دسمبر پنځمه )لین په کابل کې د یتیمانو په یو ښوونځي کې پرانېستل شو. دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې دغه کتابتون بېرته فعالېږي. ماشومانو او زده کوونکو د دې کار هرکلی کړی دی. دا سیار کتابتون د چارمغز په نوم دی او مسؤلین يي وایي خوشحاله دي چې درې میاشتې وروسته يي کتابتون بیرته فعاله شو.

د دې کتابتون د یوې مسؤلې رمزیه عبدي خیل په وینا درې میاشتې کیږي چې دوئ دلته نه وو راغلي. هغوی له یو عام ترانسپورتي بس نه کتابتون جوړ کړی. دا ګرځنده کتابتون په پنځه بسونو کې جوړ شوی چې د چارمغز په نوم د یوې محلي موسسې لخوا کرایه شوي. ددې کتابتون بنسټ ایښودونکې فرشته کریمي نومیږي چې د برېټانیا له اکسفورډ پوهنتون نه فارغه شوې.

په وروستیو کلونو کې په سلګونو ماشومانو د کابل په مختلفو سیمو کې، چې په ډيرو ښوونځیو کې کتابتونونه نشته، لدې ګرځنده کتابتون نه ګټه اخستې.

رمزیه عبدي خیل د فرانسې خبري اژانس ته وویل یو کال کیږي چې د چارمغز کتابتون سره کار کوي او د ماشومانو سره وخت تیرولو کې دې ته وهڅیدله چې خپل فعالیت له سره پېل کړي او د ټولو ماشومانو لپاره د علاقې وړ کتابونه یوسي.

د عبديخیل په باور په سړکونو کې ډېر بې سرپرسته ماشومان شته چې یو څه کمک ورسره وشي.

د طالبانو د بیاځلي واکمنیدو سره د نجونو تعلیم ډير زیانمن شوی او په ټول افغانستان کې په میلیونونه نجونې له منځني او لیسې دورې منع شوي:

د چارمغز کتابتون مسؤلین وایي اوس ښوونځي بند دي او د زده کوونکو اړتیا ډیره وه نو ځکه يي وغوښتل چې دغو ماشومانو ته لوستل او لیکل وښايي او داسی وخت ورته مساعد کړي چې د راوړل شویو مختلفو لوبو او کتابونو سره وخت تیر کړي.

ددی غیردولتي موسسې مرستیال احمد فهیم برکتي وایي د اګست په نیمایي کې د طالبانو د واکمنیدو سره يي ډیر تمویل کوونکي لاړل او د طالبانو د پوهنې وزارت ورته څو اونۍ وروسته د ګرځنده کتابتونونو د فعاله کیدو اجازه ورکړه.

ښاغلي برکتي وویل له بده مرغه د کروناویروس هم ټول افغاني کاروبارونه زیانمن کړي او دې حالت د چارمغز کتابتون په فعالیت هم منفي اغیز کړي. د برکتي په وینا د طالبانو د واکمن کیدو سره يي تقریبآ ټول مالي تمویل کوونکي له لاسته ورکړل، او اوس هڅه کوي چې په انلاین بڼه په ټوله نړۍ کې ځانته مرسته ټوله کړي.

د کتابتون مسؤلین وایي هرډول کتابونه لري چې د کیسو اسلامي، انګلیسي او دري کتابونه پکې شته او دوئ يي خپله هم چاپوي.

د کتابتون مسؤلین وایي دوی د اوس لپاره کافي امکانات لري چې د یوې میاشتې یا لږ څه زیاتې مودې لپاره دا ګرځنده کتابتون فعال وساتي.

XS
SM
MD
LG