د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوه مور وايي د خپل مړ زوی روح یې لیدلی


د جینیفر زوی روبي هوچ په ۲۰۱۶ کې مړی شوی دی

د امریکا د اتلانتا په ښار کې یوه مور ادعا کوي چې په کور کې یې دننه د خپل مړ شوي زوی روح لیدلی دی.

اوه پنځوس کلنه جینیفر هوچ وايي چې دې په خپل کور کې له خپلې لور سره په تلویزون کې ډرامه لیدله چې پر تیلیفون یې د کور د امنیتي کیمرې پیغام راغی چې څوک په کور کې لیدل کیږي.

وايي چې کیمره یې روښانه کړه چې د خپل مړ زوی روح یې ولیده. جینیفر په خپل فیسبوک کې په امنیتي کیمرې اخیستل شوی تصویر هم خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي "هغوی چې زما زوی پېژني، پوهیږي چې دا زما د زوی روح دی. ږېره او هر څه یې هغه غوندې دي."

فیسبوک امبیډ

د مېرمن جینفر زوی د نشه يي توکو (د استعمال) له کبله په ۲۰۱۶ کې مړ شوی و، مور یې وايي نور د ویلو لپاره څه نلري خو خوشحاله ده چې "زوی یې تل له هغوی سره دی".

دا خبر د اتلانتا ژورنال او د امریکا فاکس خبري شبکې هم خپور کړی دی.

XS
SM
MD
LG