د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د شیعه گانو په یو جومات حمله شوي


 په اسلام اباد کې د شیعه گانو د جومات مخې ته مظاهرکونکي
په اسلام اباد کې د شیعه گانو د جومات مخې ته مظاهرکونکي

په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ مشکوکو ترهگرو د شیعه گانو په یو جومات باندې حمله وکړه چې پکې یو تن ووژل شو او ځینې نور زخمیان شول.

پولیس وایي چې څلور تنه وسله وال چې په موټرسایکل سپاره و، هغه وخت ډزې شروع کړې چې خلک د ماښام د مونځ نه وروسته د جومات نه د باندې راوتل.

په اسلام اباد کې د دغې پیښې نه وروسته د شیعه مذهبي ډلې غړي لارو کوڅو ته راوتلل او د حکومت نه یې د مذهبي اقلتونو د خوندیتوب غوښنته وکړه.

تراوسه پورې چا د دغې برید مسولیت په غاړه ندی اخیستې. په اسلام اباد کې د څارنې په کیمرو کې دغه حمله کونکي لیدل کیږي چې په جومات ډزې کوي.

په پاکستان کې په سني ترهگرو ډلو باندې دا تور دی چې په دا ډول حملو کې لاس لري. د شیعه او سني ډلو ترمنځ په شخړو کې تر اوسه په زرگونو تنه وژل شویدي.

د چارشنبې د ورځ دا برید په داسې وخت کې کیږي چې د تیرې یوې میاشتې په مودې کې د تشدد په پیښو کې په لسگونه تنه وژل شویدي.

د یادونې وړ ده چې د سه شنبې په ورځ د سنیانو د بریلوي فرقې ډلې غړو په اسلام اباد کې خپل احتجاجي ناسته ختمه کړه. دغه احتجاج د هغې نه وروسته ختم شو چې حکومت او مظاهره چیانو د پوځ په منځگړتوب یوه موافقه وکړه.

د حکومت او د بریلوي مظاهره چیانو په موافقې باندې د بشري حقونو فعالینو سخت اعتراضونه کړیدي. ځکه چې دوي وایي حکومت په دغه موافقه کې د سختدریځې ډلې ټول شرطونه منلي دي.

XS
SM
MD
LG